نړیوال کریکټ

بنګله دیش زمبابوي ته ستره ماته ورکړه

زمبابوي لوبډله د دري اړخیزه لړۍ لپاره بنګله دیش ته تللي ترڅو هلته یوه ټیسټ، دري یوورځنۍ او دوه شل اوریزي لوبي ترسره کړي. چي یواځنۍ ټیسټ لوبه دبنګله دیش په ګټه پایته ورسیدل. دلوبي پچه زمبابوي وګټل او د توپ وهني پریکړه یي وکړل.چي په لومړۍ پاڼۍ کي یي دخپلو ټولو لوبغاړو په دلاسه ورکولو ۲۶۵ منډي جوړي کړي پکښي کریګ ایروین ۱۰۷ او ماسیوري ۶۷ ترنورو ډیری منډي جوړي کړي. اوبنګله دیش ته ابوجید او نیم ۴-۴ لوبغاړي وسوځول. په ځوابي توپ وهنه کي بنګله دیش د مشفق الرحیم د ډبلي سلیزي په مټ ۵۶۰ منډي جوړي کړي چي له ډلي یي رحیم ۲۰۳ ناسوځیدلي، لوبډلمشر مومن الحق ۱۳۲، شانتو ۷۱ او لیټن ډاس ۵۳ منډي جوړي کړي او زمبابوي یي ۲۹۵ منډي پوروړي کړل. زمبابوي ته نډلوو ۲ لوبغاړي وسوځول. په دوهمه پاڼۍ کي زمبابوي یواځي ۱۸۹ منډي جوړي کړي او لوبه یي په یوه پاڼۍ او ۱۰۶ منډو بایلوده. په دوهمه پاڼۍ کي زمبابوي ته ایروین ۴۳ او ماروما ۴۱ ترنورو ډیري منډي جوړي کړي او په بنګالي توپ اچونکو کي نیم حسن ۵ او تاج الاسلام ۴ لوبغاړي وسوځول. لوبي غوره لوبغاړۍ مشفق الرحیم وټاکل سو. ددوي ترمنځ یوورځنۍ لوبي دمارچ پر اوله پیلیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې