لیګونه

هغه پنځه لوبغاړي چي ممکن IPL له لاسه ورکړي

د هند غوره لیګ چې د لوبډلو لوبو مهالوېش یې په ډاګه شوي دی. او لوبغاړو د پېر مراسم یې پایته رسېدلي دي نو دلته پنځه لوبغاړي در پېژنو چې امکان لري د اي پي ایل یو څو لوبې له لاسه ورکړي. د کریکټ یوې مشهورې ورزشې وېبپاڼې هغه پنځه لوبغاړي په ډاګه کړې دي چې د اي پي ایل د پیل لوبو او یا د هند غوره لیګ په وروستیو لوبو کې ونډه ونه لري.

۱- ګېلن مکسوېل (کېنګز الېون پنجاب)

ګېلن مکسوېل چې د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې یو له وتلو لوبغاړو څخه وه او په خپل وخت کې یې ډېر شمېر بریاووې لوبډلي ته راوړي دي. خو په هر حال ګېلن مکسوېل په بېګ باش لېګ سیالیو جریان کې ټپې شو او له اسټرالیایۍ لوبډلې څخه څه وخت لپاره لرې شوي دی. هغه ته د ۶-۸ اونیو لپاره ارام کولو وړاندېز شوي دی چې تر څو د خپل ټپ درملنه ترسره کړي. نو د وېبپاڼې پر وینا چې ممکن مکسوېل د اي پي ایل د پیل لوبو څخه یو څو سیالۍ له لاسه ورکړي او د کېنګز الېون پنجاب لوبډلې کې به شتون ونه لري.

۲- جوس بټلر (راجستان رایلز)

راپورنه ورکړل شوي دي چې نه یواځې راجستان رایلز به د جوفرا ارچر نشتون احساس وکړي، بلکې د دوی اوپنر توپ وهوونکی او ویکټ ساتوونکی جوس بټلر به هم د راجستان رایلز لوبډلې د پیل لوبو په جریان کې موجود نه وي. د بلټر ترڅنګ به ممکن بېن سټوکس هم د اي پي ایل ځینې لوبې له لاسه ورکړي. وېبپاڼي پر وینا، چې جوس بټلر د سریلانکا پر وړاندې راتلونکې سیریز کې شامل دی چې له همدې امله به د اي پي ایل لوبو څخه به بې برخې وې د سریلانکا سره به یادې لوبې د مارچ په ۳۱ مه نیټه پایته ورسېږي. همدغه راز د وېسټ انډېز پر وړاندې به یې بیا سفر د جون پر ۴ مه نیټه پیل شې، په داسې حال کې چې د هند غوره لیګ یا اي پي ایل پای لوبه به د مۍ پر ۲۴ مه نیټه ترسره شې. نو له همدې کبله وېبپاڼه ادغا کوي چې رایلز لوبډله به په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د سترو او پیاړو انګلینډۍ لوبغاړو څخه بې برخې وې کوم چې انګلینډۍ لوبډله کې شامل دي.

۳- جوفرا آرچر (راجستان رایلز)

جوفرا آرچر چې د ۲۰۱۹ پنځوس اورېز جام ګټونکی لوبډلې یو پیاوړی لوبغاړی دی. او د راجستان رایلز لوبډلې تل په ارچر د توپ اچونې برخه کې تکیه کوله. خو نوموړی د انګلینډ کریکټ بورډ له لوري د ځینو لوبډلو پر وړاندې کیښنول شو او بیا بیرته را وګرځول شو لوبډلې ته خو نوموړی اوس بیا په دې وروستیو کې ټپې شوي وه او له ټپونو څخه کړېږی. د ارچر په اړه راپور ورکړل شوي دی چې هغه د ۲۰۲۰ اي پي ایل لوبو څخه بې برخې دی. خو په ورته وخت کې د راجستان رایلز لوبډلې د ارچر ملاتړ اعلان کړ او دوی تمه لري چې نوموړی ژر تر ژره فټ یا روغ شې او لوبډله کې ولوبېږي راجستان رایلز تر دې دمه د ارچر پر ځای کوم لوبغاړي نوم نه دی څرګند کړی.

۴- بین سټوکس (راجستان رایلز)

د راجستان رایلز لوبډلې بین سټوکس د ۲۰۱۸ کال راهیسې له ځان سره ساتلی دی او په اي پي ایل لوبو کې تر نورو لوبغاړو په لوړ قیمت اخیستل شوي وه، نوموړی په ۱۲.۵ کروړه پېرل شوي وه او تر دې دمه له راجستان رایلز لوبډلې سره نوموړی لوبېږي. سټوکس د راجستان رایلز لوبډلې لپاره ښه ثابت شوی دی او له همدې امله راجستان رایلز لوبډلې لپاره ارزښتناک لوبغاړی دی. د یادولو ده چې سټوکس انګلینډۍ لوبډله په ۲۰۱۹ کال کې د لومړي ځل لپاره په پنځوس اورېز جام کې تر بریا ورسوله. اوس نوموړی د سریلانکا پر وړاندې سیالیو ته غوره شوی دی او ممکن وېسټ انډېز لوبډلې پر وړاندې هم انګلینډۍ لوبډله کې شامل شي چې له همدې کبله به هغه د اي پي ایل پیل لوبې له لاسه ورکړي او تمه کېږي چې انګلینډ کریکټ بورډ خپل لوبغاړي وېسټ انډېز خلاف ژر کیمپ ته را وغواړي.

۵- سام کرن (چینای سوپر کېنګز)

د انګلینډۍ لوبډلې پیاوړی الراونډر په ۲۰۱۹ کال کې د کېنګز الېون پنجاب لوبډلې یو ښه لوبغاړی تمام شوي وه، او د پنجاب لوبډلې لپاره په توپ وهنه او توپ اچوونه دواړو کې ښه وځلید. خو په ۲۰۲۰ اي پي ایل لوبو کې کېنګز الېون پنجاب لوبډلې نوموړی خوشې کړ، او د چینای سوپر کېنګز لوبډلې له لوري په ۵.۵ کروړه وپېرل شو. کرن په انګلینډۍ لوبډله کې د سریلانکا خلاف غوره شوي دی چې د مارچ له ۱۹ مې نیټې څخه به تر ۳۱ مې نیټې پورې به دوام ومومي او د سام کرن لپاره یو چانس هم دی چې وېسټ انډېز خلاف هم غوره شې کوم چې په جون میاشت کې پیلیږي. نو له همدې امله سام کرن به یو شمېر د پیل لوبې له لاسه ورکړي او ممکن وروستۍ لوبې د وېسټ انډېز کیمپ له امله له لاسه ورکړي.


محمدشبیرحسن زي

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې