نړیوال کریکټ

نیوزلینډ هند ته په لسو ویکټو ماته ورکړه

هند لوبډله د دري اړخیزه لړیو لپاره نیوزلینډ ته تللي، ترڅو هلته شل اوریزي، پنځوس اوریزي او ټیسټ لوبي ترسره کړي. دشل اوریزو لوبو لړۍ ۰-۵ هند وګټل، خو برعکس دپنځوس اوریزو لوبو لړۍ ۰-۳ نیوزلینډ وګټل او د دوو ټیسټ لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه کي نیوزلینډ هند ته په ستر توپیر ماته ورکړه. ددي لوبي پچه نیوزلینډ وګټل او د توپ اچوني پریکړه یي وکړل. هند لوبډلي په لومړي وار توپ وهني سره دټولو لوبغاړو په دلاسه ورکولو یواځي ۱۶۵ منډي جوړي کړي چي هیڅ کوم لوبغاړي نیمه سلیزه ونکړل یواځي رهاني ۴۶ ترنورو ډیري منډي جوړي کړي. نیوزلينډي سوټي او جیمسن ۴-۴ لوبغاړي وسوځول. په ځوابي توپ وهنه کي نیوزلینډ دلوبډلمشر د ۸۹ منډو په مټ په خپل لومړۍ پاڼي کي دټولو لوبغاړو په دلاسه ورکولو ۳۴۸ منډي جوړي کړي او هند لوبډله یي ۱۸۳ منډي پوروړۍ کړل. هند ته اشانت ۵ او اشوین ۳ لوبغاړي وسوځول.

دوهمه پاڼۍ کي هند لوبډلي بیا هم ښه توپ وهنه ونکړل او د میانک اګروال د ۵۸ منډو په مټ یي ۱۹۱ منډي جوړي کړي او نیوزلینډ لوبډلي ته یي ۸ منډي هدف کیښود چي نیوزلینډ لوبډلي یاد هدف دوهم اور کي بغیر له کوم زیانه بشپړ کړ او لوبه یي په لسو ویکټو وګټل. دوهمه پاڼۍ توپ اچونه کي نیوزلینډ ته سوټي ۵ او بولټ ۴ هندي لوبغاړي وسوځول. دلوبي غوره لوبغاړۍ ټیم سوټي سو چي دواړو پاڼیو کي یي ۹ لوبغاړي سوځولي و. ددوي ترمنځ دوهمه او وروستۍ ټیسټ لوبه دفبرورۍ په ۲۹مه ترسره کیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې