دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

معین علي: انګلینډ به ډېر ژر پاکستان ته سفر وکړي

د انګلینډ کریکټ ملي لوبډلې مسلمان لوبغاړی معین علي وایي، چې د انګلینډ کریکټ ملي لوبډله به پاکستان ته ډېر ژر د سیالیو لپاره سفر وکړي، معین علي چې دا مهال په پاکستان سوپر لیګ کې د ملطان سلطانز لوبډلې په ګټه لوبېږي. څرګنده یې کړه چې د انګلینډ کریکټ لوبډله به د یوې لړۍ لپاره پاکستان ته سفر وکړي.

انګلینډي لوبغاړي په پاکستان سوپر لیګ کې د لوبېدو لپاره ډېر خوښ دي. او دوی څرګنده کړله چې د پاکستان امنیت د پخوا څخه ښه شوی دی. د یادولو ده چې د معین علي مور او نیکه دواړه په پاکستان کې زېږیدلي دي. انګلیستان او پاکستان په ۲۰۰۵ کال کې یو له بله سره په پاکستان کې سیالۍ ترسره کړې وې چې وروسته بیا د دواړو لوبډلو ترمنځ سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې ترسره کیدلې کوم چې د پاکستان لنډ مهاله کور وه.

معین علي وویل: “د انګلینډ کریکټ لوبډلې پاکستان ته د راتګ خبرې روانې دي. دا مهال په پاکستان سوپر لیګ کې ۱۰ انګلینډي لوبغاړي لوبېږي، چې دا د دې ښکارندوي کوي مونږ دلته د راتلو او لوبو سره علاقه لرو. که انګلینډ لوبډله پاکستان ته راشې زه به هم پکې برخه واخلم.”

معین علي د پاکستان هېواد ستاینه وکړله او پر وینا یې، پاکستان د کریکټ په برخه کې یو په زړه پوری هېواد دی. په پاکستان سوپر لیګ کې هېڅ کوم افغان لوبغاړي برخه نه ده اخیستې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې