نړیوال کریکټ

اپریدي: څو چي مودي پر واک وي د هند اوپاکستان سریز ناشونی دی

هندۍ لوبډلي له پاکستان سره وروستی سریز په ۲۰۱۲ کال کي کړی و. او پاکستانۍ لوبډله د دوو شل اوریزو لوبو لپاره هند ته تللي وه. او هندۍ لوبډله په ۲۰۰۸ کال آسیا جام کي پاکستان ته تللې وه، او ترڅنګ یي ټیسټ لوبه کړي وه. دهماغه وروسته بیا هند لوبډله پاکستان ته نده تللي. د دواړو هیوادونو ترمینځ خرابي اړیکي او د سریلانکا پر لوبډله د تروریستي بریدونو پایله دا وه چې ددواړو لوبډلو ترمنځ په تیرو څو کلونو کې هیڅ دوه اړخیزه لړۍ نده سوې. پداسې حال کې چې مینه وال لاهم د هند – پاکستان لوبلړیو ته هیله مند دي، شاهد افریدي فکر نه کوي داسې به وسي ترهغه چې لومړي وزیر نریندرا مودي په واک کې وي. دپاکستان غوره لیګ ټوله په پاکستان کي ترسره کیږي، دسریلانکا او بنګله دیش پڅیر لوبډلو دلته دکرکټ ژوندي کولو په هڅه کي دغه هیواد ته سفر وکړ. اپریدی له دې پرمختګ خوښ دی. هغه امید لري چې د انګلینډ، آسټرالیا، سویلي افریقا او نیوزیلینډ پڅیر او داسي نوري لوبډلي به هم دغه هیواد ته سفر وکړي. هغه حتی یادونه وکړه چې د بهرني لوبغاړو سره چې ورسره د PSL او نورو لیګونو په جریان کې اړیکه نیسي د پاکستان لخوا یي میلمه پالنه خورا لوړه ده.
اپریدي د وروستیو هڅو پخاطر خپل کرکټ بورډ هم وستایه.
اپریدی د هند اوپاکستان دسریز په هکله وپوښتل سو، نوموړي وویل که څه هم دکرکټ په هکله داسي فکر نکوي چي په نژدي راتلونکي کي به څه پیښ سي مګر یواځي یو کس د هند اوپاکستان داړیکو په وړاندي خنډ دی. نوموړی وویل “تر هغه چې مودي په واک کې وي زه فکر نکوم چې موږ به له هندوستان څخه کوم ځواب ترلاسه کړو. موږ ټول د هنديانو په ګډون، د مودي د فکر په څرنګوالي پوه یو د هغه فکر منفي ته متوجه دی. زموږ اړیکې یوازې د یو کس له امله خرابیږي. د پولې دواړو خواوو څخه خلګ غواړي د یو بل هیواد ته سفر وکړي. زه نه پوهیږم چې مودي څه کوي او د هغه اجنډا په حقیقت کې څه ده.”
په مرکه کي، اپریدي د پاکستان کرکټ بورډ ستاینه وکړه. هغه پاکستان ته د کرکټ بیرته راوګرځولو لپاره د دوی هڅې وستایلې او دا یې لویه لاسته راوړنه وبلله. پداسې حال کې چې هغه احساس کوي چې نور ټول ټیمونه به هم ژر پاکستان ته سفر وکړي، هغه غواړي هند هم په پاکستان کې لوبه وکړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې