ولایتي سیالۍ

په ننګرهار او خوست کرکټ لوبغالو کې تېره ورځ د ۱۶ ولایتونو لوبډلو ترمنځ د چلنج کپ دويمه درجه ولايتي لوبې پيل شوې

د افغانستان کرکټ بورډ په چوکاټ کې دوهمه درجه ولایتي سیالۍ د مس عينک او سپین غر زون مسؤلینو له لورې پرانیستل وشول.

دريمه درجه ولايتي پنځوس اوریزه سيالۍ چې د روانې فبرورۍ مياشتې په لومړۍ نېټه پيل شوې او د همدې مياشتې په ۱۳مه نېټه به پای ته ورسیږي .

په پیل شویو پنځوس اوریزه سیالیو کې به د میدان ورګ، فراه، کوچیان، بغلان، پکتیا، نورستان، فریاب، زابل، لوګر، بلخ، هرات، بامیان، کندز، هلمند، پروان او سمنګان ولایتي کرکټ لوبډلې برخه واخلي .

له دویمې درجې ولایتي سیالیو وروسته به لومړۍ درجه سیالۍ پیل شي .

په دغو سیالیو کې د ځوانو لوبغاړو تر څنګ د نولس کلنو لوبډلې لوبغاړي هم شتون لري.
حیرالله پرهر

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې