نړیوال کریکټ

وېسټ انډیزۍ لوبډله هم د سلو اور له امله جریمه شوه

وېسټ انډېز کریکټ ملي لوبډله چې د سریلانکا سره یې د شنبې په ورځ د جنورۍ په ۲۲ مه نیټه یو ورځینۍ سیالۍ ترسره کړله چې دغه سیالۍ سریلانکایۍ لوبډلې ترې وګټله.

خو وېسټ انډېز کریکټ ملي لوبډلې په یاده سیالۍ کې د میچ ۴۰ سلنه جریمه شوه، وېسټ انډیزۍ لوبډله له دې کبله جریمه شوه چې د لوبې دوه اورونه یې له ټاکلې وخت وروسته ترسره کړې دي پر وېسټ انډیزۍ لوبډلې دغه جریمه د جاواګل سریناټ له لوري ولګول شوه.

د یادولو ده چې د وېسټ انډېز کریکټ لوبډلې لوبډلمشر هم یاده جریمه منلې ده، نو له همدې کبله رسمي اوریدلو لپاره اړتیا نه وه. له دې وړاندې د سوېلي افریقا لوبډلې یو اوور له ټاکلې وخت وروسته ترسره کړې وه چې د میچ شل سلنه جریمه شوه او لوبډلمشر کوینټن ډیکاک هم جریمه منلې وه.

د وېسټ انډېز او سریلانکا ترمنځ به راتلونکې لوبه د چهارشنبې ورځ د فبرورۍ په ۲۶مه نیټه په هامانتوټا کې ترسره شې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې