دلوبغاړو په اړه

نوین الحق تمه لري چي په افغانستان کي د تیز توپ اچونکو انقلاب رامنځته کړي

دافغانستان شل کلن تیز توپ اچونکي نوین الحق تیر ۲۰۱۹ کال نومبر کي دویسټ انډیز لوبډلي دلوبډل مشر او په شل اوریزو لوبو کي د ځانګړي نوم لرونکي لوبغاړي کیرون پولارډ په وړاندي جالبه توپ اچونه وکړه. هماغه لوبو کي نوین د فولارډ خلاف تیز او نیمه تیز توپونه اچول تر څو دهغه فکر خراب کړي او ویکټه یي ترلاسه کړي. سریز مساوي و، چي په دریمه لوبه کي ویسټ انډیز په ۱۷ توپونو ۴۵ منډو ته اړتیا درلودل، چي دوباره نوین الحق او فولارډ سره مخ سول، نوین الحق یوځل بیا دلومړیو لوبو پڅیر هغه ته خطا ایستونکي توپ اچونه وکړل چي هماغه سریز ۱-۲ دافغانستان په ګټه سو. نوین الحق وایي” پلان داسي و چي زه هغه ته تیز توپ ونکړم او توپ باید له هغه لیري واچوم او څومره چي زه کولاي سم هغه حیران وساتم راتلونکی به څه سي”. “هو هلته دشل اوریزو لوبو دغوره لوبغاړو په وړاندي توپ اچونه کول فشار وي، مګر ما داد ننګوني او فرصت په توګه واخست چي زه پدي ځاي کي کولاي سم ددي لوبغاړو خلاف توپ اچونه وکړم”.
پدي ورځو کي دافغانستان برید لیکه په کرار توپ اچونکو سره ښه ده لکه راشدخان او مجیب الرحمن او همداراز نوي ځوانان قیس احمد او وقارسلامخیل چي شل اوریزو او لس اوریزو لوبو کي ښه ځلیدلي.
نوین الحق چي په ۲۰۱۸ کال نړیوال جام کي دافغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلي لوبډل مشر و هیله څرګنده کړي چي نوموړی به دتیزو توپ اچونکو دبرید لیکه پیاوړي کړي. ” ما لومړی زده کړه له هندي توپ اچونکي زهیرخان وکړه، کله چي هغه ۲۰۱۱ کال نړیوال جام کي دګوتو بندونو په مرسته توپ اچونه کول نو ماهم پدي اته یا نهه کاله کار وکړ، داترټولو سخته ده چي زه تردي ځایه راورسیدم”. د نوین دتوپ اچوني انداز ډیر په زړه پوری دی او په طبیعي ډول په ښی لاس د ۱۳۵ کیلومتر په ساعت کي سرعت سره توپ اچونه کوي. نوین وایي د ۲۰۱۸ کال افغانستان غوره لیګ کي دشارجه کرکټ لوبغالي په میلمستون کي انډري رسل ورته مشوره ورکړه. رسل راته وویل” هیڅ وخت دتوپ وهونکي په لیدو خپل توپ اچوني ته تغیر مه ورکوه داپرما هیڅ فرق نکوي چي دازه یم یا هم دنړۍ یو بل توپ وهونکی ته باید همیشه خپله وړتیا وښیي”. همداراز نوین وایي چي ما دویسټ انډیز خلاف لوبو پر مهال د حمید حسن سره دخپلي توپ اچوني په هکله مشوره وکړه، هغه وویل چي پر دماغ دي همیش کنټرول ولره هیڅکله په ځان فشار مه اخله. زه د ۲۰۱۰ کال نړیوال جام کي چي په کارابین کي ترسره کیدی د حمید دتوپ اچوني او هغه د افغانستان بیرغ په تندي تړلی و متاثره کړم. همداراز نوین بنګله دیش غوره لیګ هم ولوباوه چي وایي هلته مي له خپل روزونکي ننتاي هیوارډ څخه هم ډیري لارښووني واخستي. نوموړی وایي زه به پر خپل آف کټر ، لیګ کټر، دنوکانو په مرسته بال(نکلي بال)، کرار بونسر او دپراخ توپ پر لیکه یارکر توپونو باندي پوره کار کوم. نوین داغه راز د راجستان رویالز پام ځانته اړولی چي د آی پي ایل بولۍ مخکي یي له هغه ازموینه واخستل خو نوموړی دسږ ۲۰۲۰ کال لپاره بریالی نسو، مګر دی وایي چي دهغوي پاملرنه اوس هم ماته ده تر څو په آسیا جام او نړیوال شل آوریز جام کي ما له نژدي وڅاري. ” دا یوه ازمایښتي شپږ اوریزه لوبه وه چي د هند لوبډلي ۱۹ کلنو او الف لوبډلي لوبغاړي هم شتون درلود، ماته د رویالز لوبډلي یوه چارواکي وویل چي یوازي په هغه څه تمرکز وکړم چي زه یي کوم او زما توپ اچونه د آی پي ایل لپاره ښه ده. مګر که تاسو غواړی آی پی ایل ولوبوی نو تغیراتو ته اړتیا لری. که سږ کال ونسو نو دراتلونکي کال لپاره چمتو اوسه ترڅو موږ تا بولۍ کي واخلو.

نوین الحق تمه لري ترڅو ددي کال وروستیو کي د ګیلن مک ګرات تر لارښوني لاندي روزنه واخلي، تر څو خپل دتوپ اچوني سرعت ۱۴۰ ته پورته کړي. “دابه زما لپاره لوي فرصت وي که زه له مک ګرات څخه یوه کلمه هم زده کړم. زه لیواله او خوښ یم چي که چیري فرصت پیدا سي له هغه زده کړه وکړم”. هغه مخکي لا له ننګونو سره مخ دی چي د ملا دسخت خوږ له امله هغه د ۱۴-۲۰۱۵ کلونو کي دیوه کال لپاره له کرکټ څخه لیري و. نوین د هغه وخت په اړه وایي”زما عضلې ضعیفه وې او زما دتوپ اچوني عمل یو څه ستونزې درلودې، ما سخت تمرین وکړ او جوړ سوم او له هغه وخت راهیسې ما کومه ستونزه نه ده ترلاسه کړې. که تاسو یو کال وقفه وکړئ، کرکټ ونه لوبوی او بیا تمرینات وکړئ.” دا یو څه مشکل دی. هغه دپلار په هکله وایي” زما پلار خوښ نه و چې زه کرکټ وکړم. هغه یو ډاکټر و او هغه زما څخه غوښتل چې د طب یا انجینرۍ زده کړه وکړم. هغه وخت په افغانستان کې ډیر کرکټ نه و او هغه وویل چې دلته کرکټ راتلونکی نلري. مګر ما سپورت خوښ کړ او په نهایت کې هغه زما شوق درک کړ او مشر ورور مي هم (چي د ټینس توپ مشهوره کرکټر و)”. نوین په دې وروستیو کې په دوبۍ کې د افغانستان د روزونکي لارنس کلوزنر په مشرۍ روزنیز کمپ بشپړ کړی او راتلونکې میاشت کې د ایرلینډ پر وړاندې د درې شل اوریزو لوبو لپاره چمتووالی نیسي، که څه هم آسیا جام او د شل اوریز نړیوال جام به ددي کال وروستیو کي وي تر څو هغه خپله توپ اچونه لا جوړه کړي. هغه دټیسټ په هکله وایي” داد حوصلي او اوږدي مودي لوبه ده چي ته فقط توپونه ضایع کړه ته به په نوي وروسته په زاړه توپ؛ توپ اچونه کوي زه پدي هم کار کوم ترڅو په سور توپ سره هم ښه توپ اچونه وکړم. نو آیا نړۍ به دا ځوان وګوري. دحمید پڅیر؛ چي دافغانستان لپاره په ټولو فارمټونو کي ګټونکی ثابت سي؟
زه شاید په خپلو باړخوګانو ډیر ژر دافغانستان بیرغ ومښلوم، خو حمید زما په هکله ډاډه ندی نوین وخندل خو هیله یي وښودل.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې