نړیوال کریکټ

میلمني لوبډلي په دوولس منډو ماته ومنل

اسټرالیا لوبډله د شل اوریزو او پنځوس اوریزو لوبو لپاره سویلي افریقا ته تللي. چي ددي لوبو په دوام لومړی دشل اوریزو لوبو سریز روان دی. لومړۍ لوبه داګر په هټریک اسټرالیا وګټل او نن یي دوهمه لوبه ترسره سول. دنن لوبي پچه بیا هم سویلي افریقا وګټل خو داځل یي دتوپ وهني پریکړه وکړه چي د ډیکوک د ۷۰ او ډوزن د ۳۷ منډو په مټ یي دڅلورو لوبغاړو په دلاسه ورکولو اسټرالیا ته ۱۵۸ منډي هدف وټاکه. په توپ اچونه کي اسټرالیا ته ریچارډسن ۲ مخالف لوبغاړي وسوځول.

دهدف ترلاسه کولو لپاره اسټرالوي توپ وهونکو ښه لوبه ونکړه. یواځنی توپ وهونکی چي دسویلي افریقا دتوپ اچونکو خلاف ودرید ډیویډ وارنر و چي ۶۷ ناسوځیدلي منډي او سمیت ۲۹ منډي جوړي کړي. خو دوی ونسوای کړای هدف ته ځان ورسوي او لوبه یي په ۱۲ منډو بایلوده. په افریقایي توپ اچونکو کي نګیډي ۳ لوبغاړي وسوځول. ددوی ترمنځ یاد سریز ۱-۱ مساوي سو او وروستۍ لوبه دفبرورۍ ۲۶مه دراتلونکي چهارشنبي په ورځ ترسره کیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې