لیګونه

“مونږ دلته هندوستان غواړو” د پاکستان مینه والو د PSL لوبو پر مهال بینرونو باندې ليکلې وه

د پاکستان سوپر لیګ چې څو ورځې وړاندې پیل شوي دی. چې پکې عجیبه کارونه ترسره کېږي، تېره ورځ یو انځور پر ورزشي وېبپاڼو خپور شوي وه چې یو لوبغاړی لیګا دی او په پاولین کې دننه خبرې کوي پر ټیلیفون چې دا د کریکټ په لوبه کې د یو څه شک پیدا کیدلو لامل کېږي.

همدغه راز یوه ویډیو خپره شوي ده چې پکې ډین جونز لګیا دی لوبغالی پاکوي چې دا د کریکټ مینه والو او خلکو لپاره یو حیرانوونکی کار وه چې یو روزنکی لوبغالی پاکوي د دې پر ځای چې اړوند او مسؤل کسان یې پاک کړي.

اوس تازه یو بل حیرانوونکی او د هندي رسنیو د پام وړ موضوع چې خورا ګرمه ده، هغه د پاکستان سوپر لیګ پرمهال رامینځته شوي ده چې یو تن لیدل کېږي پر خپل بینر یې لیکې دي: “مونږ دلته هندوستان غواړو” هغه له هندوستان غوښتي چې راشې او پاکستان کې له پاکستان کریکټ لوبډلې سره سیالۍ ترسره کړي. که څه هم د څو کالونو راهیسې هند او پاکستان هېڅ دوه اړخېزه سریز پر لار نه دی اچولی.

مینه والو د اسلام آباد یونایټډ او ملتان سلطانز ترمینځ د پنځمې لوبې پر مهال دغه عجیبه کارنامه ترسره کړله. دا په داسې حال کې ده چې هند پاکستان ته راتلونکي اسیا جام لپاره زړه نا زړه ده، او له کریکټ نړیوالې شورا یې غوښتې چې د اسیا جام ځای بدل کړي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې