دلوبغاړو په اړه

محمد حسنین په PSL لوبو کې نوی ریکارډ جوړ کړ

د پاکستان سوپر لیګ چې څو ورځې وړاندې په پاکستان کې پیل شوي دی د پاکستان کریکټ بورډ پر وینا چې سږ کال به یې ټولې لوبې په پاکستان کې ترسره کېږي. په دغه لیګ کې د شنبې په ورځ یو ریکارډ جوړ شو.

د رسمي میچ احصاییو له مخې، د کویټې ګلیډیټرز لوبډلې لوبغاړي محمد حسنین په ساعت کې د ۹۳ مایل سرعت سره توپ اچونه ترسره کړه او د PSL نوی ریکارډ یې جوړ کړ. محمد حسنین چې په پاکستان سوپر لیګ کې د کویټې ګلیډیټرز لوبډلې لپاره لوبېږي او په پاکستان سوپر لیک کې د خورا هڅوونکي لوبغاړي په توګه پیژندل کېږي. ډیری هغه ته د پاکستان پخوانې تېز بالر شعیب اختر خطاب کوي.

دغه لوبه د کویټې ګلیډیټرز لوبډلې په ۶ ویکیټو پیښور زلمي لوبډلې څخه وګټله. د لوبې غوره لوبغاړی د پیښور زلمي لوبډلې لوبغاړی کامران اکمل ونومول شو هغه په پاکستان سوپر لیګ کیریر کې خپله دریمه سلیزه ثبت کړه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې