نړیوال کریکټ

سوېلي افریقا لوبډله د میچ فیس ۲۰ سلنه جریمه شوه

د سوېلي افریقا لوبډله د فبرورۍ په ۲۰ مه نیټه په جوهانسبرګ کې د اسټرالیا پر وړاندې په لومړۍ شل اورېزه لوبه کې له دې امله جریمه شوه چې اسټرالیا خلاف یې یو اور سلو یا په ټاکلې وخت ترسره نه کړ.

یاده سزا ورته د میچ ریفري انډریو پیکروفت له لوري وټاکل شوه. د یادولو ده چې کوینټن ډیکاک تازه د سوېلي افریقا لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوي دی او یاده سزا یې منلې ده. چې له همدې کبله ورته کومه رسمي سزا ونه اورول شوه.

پر سوېلي افریقا کریکټ ملي لوبډلې دغه سزا د فیلډ امپائر ادریان هولډاکټ او الهودیان پیلیکر او دریم امپائر بونګاني جیل او څلورم چارواکي براډ وایټ له لوري دغه تورونه یا ادغاوې پرې ولګول شوي.

یاده سیالۍ د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې په بریا سره پایته ورسیدله.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې