دلوبغاړو په اړه

رضا هینډریکس د اسټرالیا خلاف وروستۍ دوه شل اورېزو لوبو ته راستون شو

د باواما او کلااسین ټپې کېدل د سوېلي افریقا کریکټ ملي لوبډلې روزنکی دې ته اړ کړ، چې لوبډله کې رضا هینډریکس شامل کړي. سوېلي افریقا کریکټ ملي لوبډله به دوه شل اوریزې لوبې له اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې سره ترسره کړي.

د سوېلي افریقا کریکټ ملي لوبډلې روزونکي پر وینا چې د باواما او کلااسین د دواړو درمنله دوام لري، او د دوهمې لوبې له پیل څخه وړاندې به یې ټپونه و اروزل شې. خو په لومړۍ شل اورېزه لوبه کې به رضا هینډریکس د سوېلي افریقا لپاره ولوبېږي.

د یادولو ده چې کلااسین د جمعې په ورځ جوهانسبرګ کې د لومړۍ شل اوريزې لوبې په جریان کې ټپې شوي وه.

په ورته وخت کې د دغه لوبغاړو پر ځای یې لوبډله کې رضا هینډریکس ته ځای ورکړل شوي دی، تر څو د اسټرالیا خلاف ځان ثابت کړي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې