نړیوال کریکټ

رسل د سریلانکا خلاف وېسټ انډیزۍ لوبډله کې شامل شو

د وېسټ انډېز کریکټ ملي لوبډلې افسانوې لوبغاړی انډر رسل د سریلانکا پر وړاندې راتلونکې شل اوریزې لوبې کې شامل کړای شو. انډر رسل له دې وړاندې وروستۍ شل اورېزه لوبه په ۲۰۱۸ میلادي کال په مارچ میاشت کې ترسره کړې وه.

وېسټ انډېز سریلانکا پر وړاندې راتلونکې لوبه کې انډر رسیل، اوشان توماس، شای هوپ او فبیان الن خپله ۱۴ کسیزه لوبډله کې ځای پر ځای کړې دي. پداسې حال کې چې شیمرون هیټمییر د یو ورځینو لوبو فټنس کې پاتې راغلی وه خو لوبډلې ته لار مومي.

رسل چې په جمیکا کې د طبي ټیم نظارت لاندې وه او وېسټ انډېز بیرته راستنې لوبې ارزونې برنامه یې په بریالیتوب سره بشپړ کړه نو په لوبډله کې شامل شو. له بلې خوا توماس چې د موټر حادثې څخه روغ وتلی وه نو په لوبډله کې د بیک اپ ویکټ ساتونکی په توګه شامل شوی دی. همدغه راز الن د هغه ټپ څخه وروسته شامل شو چې تېر کال یې د افغاستان خلاف ساتلی وه.

د وېسټ انډېز کریکټ بورډ مشر راجر هارپر هیله مند دی چې، د وېسټ انډېز کریکټ ملي لوبډله به د سریلانکا پر وړاندې ښه سیالۍ ترسره کړي او شل اورېزو لوبو سیریز به ور څخه وګټي. دا د لوبډلې لپاره یو بل فرصت دی چې پیاوړتیا رامینځته کړي او له مخې یې راتلونکي نړیوال جام لپاره کوم چې په اکتوبر میاشت کې پیلیږي لوبډله غوره شې.

د دوه شل اورېزو لوبو لړۍ د مارچ په څلورمه نیټه په پیلکیل نړیوال کریکټ لوبغالي کې پیلیږي.

د وېسټ انډېز شل اورېزو لوبو نوملړ: کېرون پولارډ (لوبډلمشر) ، فابیان الن ، ډوین براوو ، شیلډن کوټریل ، شیمرون هیټیمیر ، شای هوپ ، برانډن کینګ ، نیکولس پوران ، روومن پاول ، انډر رسیل ، لینډل سمنز ، اوشان توماس ، هیډن والش جونیئر ، کیسریک ویلز.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې