نړیوال کریکټ

اپریدي: آی پي ایل دهند کرکټ بدل کړ، پي ایس ایل به د پاکستان

پخوانی پاکستانی الراونډر شاهد اپریدی وایي چي دهند غوره لیګ( ای پی ایل) دکلونو راهیسي د هندي کرکټ په وده او پرمختګ کي مرسته کړي. دغه ۳۹ کلن لوبغاړۍ وایي چي دپاکستان غوره لیګ(پي ایس ایل) به هم دپاکستان دکرکټ په وده کي ورته رول ادا کړي. دپاکستان غوره لیګ داپنځم ځل دی چي ترسره کیږي او اسلام آباد یونایټیډ لوبډله اوس مهال خورا بریالۍ لوبډله ده. شان مسعود چي په خیبر ایجنسۍ کي زیږیدلی او اوس مهال دملتان سلطان لپاره لوبه کوي او لوبډل مشر ټاکل سوی، داپریدي په وینا ځوان هندي لوبغاړي دبهرنیو لوبغاړو سره اوږه پر اوږه ځي داچاره دوي په لوړه کچه کرکټ لپاره چمتو کوي. چي هغه دده له وړتیا خوښ و چي پی ایس ایل په روانه لړۍ کي راپورته سوی. افریدي د آی پی ایل ستاینه کوي. هغه انډیا ټوډي ته وویل “زه فکر کوم چې آی پی ایل د هند کرکټ بدل کړ. د دوی نوي لوبغاړي وروسته له هغه چې د غوره بهرني لوبغاړو سره په آی پی ایل کې لوبیږي او د دوی سره خپلي تجربي شریکوي؛ کله چې دوي نړیوال کرکټ ته راځي نو چمتو وي. دوی چمتو دي چې پدې کچه فشارونو سره مقابله وکړي. همداراز نوموړي زیاته کړه “زه فکر کوم چې آی پی ایل خپل کرکټ بدل کړ او زه فکر کوم چې زموږ د پاکستان سوپر لیګ به هم همداسې وکړي. موږ لا دمخه ځیني ځوان لوبغاړي لرو چي لیګ ته راځي کله چي تاسو دلویو لوبغاړو خلاف لوبه کوي نو تاسو د فشار اداره کول زده کوی”.
دهمدي کال پي ایس ایل کي اپریدي تردي مهاله د ۲۱ ناسوځیدلو منډو په مټ ټول ټال ۳۲ منډي جوړي کړي او یو لوبغاړۍ یي هم سوځولی. دهغه راتلونکي لوبه د ډیرن سمي په رهبرۍ له پیښور زلمو لوبډلي سره ده، چي د فبرورۍ ۲۶مه دچهارشنبي په ورځ په ملتان کي ترسره کیږي. همداراز اي پي ایل به دمارچ په ۲۹مه په وینکډي لوبغالي کي دچنای سوپر کنګز او ممبی اینډیز په لوبي پیل او د می په ۲۴مه به پایته ورسیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې