افغانستان کریکټ

افغان لوبډله له اوږد ځنډ وروسته درې شل اوریزه لوبې پیلوي!

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له ایرلنډ سره د درې شل اوریزو لوبلړیو په موخه هند هیواد کې تمرینات پیل کړي .


یوازینۍ درې شل اوریزه کرکټ لوبو لپار افغان لوبډله تیره اونۍ هندوستان هیواد ته ولاړه د دواړو ملي لوبډلو تر منځ به د درې شل اوریزه لوبلړۍ دولس ورځې وروسته پیل شي .

په دغه سفر کې به افغان کرکټ لوبډله له ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلې سره درې شل اوریزه لوبې وکړي ، لومړۍ شل اوريزه لوبه د مارچ پر ٦ نيټې ، دوهمه شل اوريزه لوبه د مارچ پر ٨ نېټې او وروستۍ دريمه شل اوريزه لوبه د مارچ پر ١٠ نېټې ترسره کيږي.

یادې سیالۍ د افغانستان په کوربتوب د هندوستان هیواد کې تر سره کیږي.
حیرالله پرهر

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې