نړیوال کریکټ

کوربه سریلانکا ویسټ انډیز ته ماته ورکړه

ویسټ انډیز لوبډله د دریو پنځوس اوریزو او دوو شل اوریزو لوبو لپاره سریلانکا ته تللي. ددي لوبو په لړکي لومړی دپنځوس اوریزو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه نن دسریلانکا په ګټه پایته ورسیده. دلوبي پچه سریلانکا لوبډل مشر وګټل او د مقابلي لوبډلي خلاف یي د توپ اچوني پریکړه وکړه. چي ویسټ انډیز لوبډلي په پوره پنځوس اورونو کي د اوو لوبغاړو په دلاسه ورکولو سریلانکا لوبډلي ته ۲۹۰ منډي هدف وټاکه چي شی هوپ ۱۱۵، چیس ۴۱ او براوو ۳۹ تر نورو ډیري منډي جوړي کړي او په سریلانکایي توپ اچونکو کي اودانا دري مقابل لوبغاړي وسوځول.

د یاد هدف ترلاسه کولو لپاره سریلانکا ښه پیل درلود چي دواړو پیلونکو لوبغاړو پنځوسیزي وکړي. چي له ډلي یي لوبډل مشر کارونرتني ۵۲ ، اویشکا فرناندو ۵۰، کوشال پریرا او هسرنګا ۴۲ ناسوځیدلي منډي جوړي کړي او هدف ته یي ځان په وروستۍ ویکټ ورساوه. ویسټ انډیز ته جوسیف ۳، پاول او واش ۲-۲ سریلانکایي لوبغاړي وسوځول. ددي لوبو په لړ کي دوهمه لوبه د فبرورۍ په ۲۶مه دچهارشنبي په ورځ ترسره کیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې