نړیوال کریکټ

سویلي افریقا د اسټرالیا کوربتوب کوي!

سویلي افریقا لوبډلي له انګلستان لوبډلي سره تر لوبلړیو وروسته نن داسټرالیا کرکټ لوبډلي سره د دریو شل اوریزو او دري پنځوس اوریزو لوبو لړۍ پیلوي. چي دشل اوریزو د لړۍ څخه لومړۍ لوبه نن ۸:۳۰ بجي ترسره کیږي. سویلي افریقا خپل مخکنی سریز تیره اونۍ له انګلنډ لوبډلي سره ترسره کړ چي سریز یي بایلود، او اسټرالیا پدي وروستیو کي کومه شل اوریزه لوبه نده لوبولي. ددي لوبو دوهمه لوبه دفبرورۍ په ۲۳ مه او وروستۍ هغه یي په ۲۶ مه ترسره کیږي.چي ددي لوبو وروسته پنځوس اوریز سریز پیلیږي. چي لومړۍ لوبه یي د فبرورۍ په ۲۹مه پیلیږي، دوهمه دمارچ په ۴مه او وروستۍ په ۷مه دهمدي میاشتي ترسره کیږي.یادي ټولي لوبي دسویلي افریقا په بیلابیلو ښارونو کي ترسره کیږي.داسټرالیا لپاره: ایرون فنچ لوبډلمشر، ارثي شارټ، سټیو سمیت، ډیویډ وارنر، میچل مارش، اشټون اګر، جهي ریچارډسن، الیکس کیري، میتیو واډ، سین اباټ، پیټ کمنس، کین ریچارډسن، میچل سټارک او ادم زمپا.
او دسویلي افریقا لپاره: ډیکوک لوبډل مشر، ټمبي باوما، فیف ډیپلوسیس، ونډر ډوزن، ډیویډ میلر، سمتس، پریټوریس، فهلکوایو، بلجون، کلیزن، رباډا، شمسي او نګیډي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې