دلوبغاړو په اړهلیګونه

راشد خان ممکن د کین ویلمسن په نشتون کې سنرایزر حېدراباد لوبډله رهبري کړي

د کریکټ یوې مشهورې ورزشي خبرپاڼې درې لوبغاړي څرګند کړې دي، چې ممکن د کېن ویلمسن په غېر حاضرۍ یا نشتون کې د سنرایزر حېدراباد لوبډله رهبري کړي. کېن ویلمسن او همدغه راز اسټرالیاوي لوبغاړی ډویډ وارنر ممکن د اي پي ایل پیل لوبې له دې امله له لاسه ورکړي چې د دواړو لوبډلو (نیوزیلینډ او اسټرالیا) ترمنځ چې درې یو ورځینو لوبو لړۍ د مارچ په ۱۳مه نیټه سیډني کې پیلیږي. نو له دې کبله ډویډ وارنر او ولیمسن به د خپلو اړوندو لوبډلو لپاره ځانونه ثابت کړي چې دغه درې یو ورځنۍ لوبې به د مارچ په ۲۹مه نیټه پایته ورسېږي. نو د کریکټ یوې وېبپاڼي درې لوبغاړي څرګند کړې چې د کېن ویلمسن په نشتون کې به سنرایزذ حېدراباد لوبډله رهبري کړي چې یو پکې افغان لوبغاړی راشد خان هم شامل دی.

۱- بهونیشوور کمار

بهونیشوور کمار چې د وېسټ انډېز کریکټ ملي لوبډلې پر وړاندې سیالیو په جریان کې ټپې شوي وه، نو تمه کېږي چې هغه به ۲۰۲۰ اي پي ایل یا هند غوره لیګ کې د سنرایزر حېدراباد لوبډلې لپاره راستون شي دغه ۳۰ کلن لوبغاړي چې په تېر اي پي ایل پړاو کې یې د سنرایزر حېدراباد لوبډله د شپږو لوبو لپاره رهبري کوله نو له همدې کبله وېبپاڼه ادغا کوي چې د کېن ویلمسن په نشتون کې به بهونیشوور کمار سنرایزر حېدراباد لوبډله رهبري کړي.

۲- منېش پانډي

منېش پانډي چې د هند په کورنیو سیالیو کې ښه کارګردګي ترسره کړې ده، او د ښه سیالیو سربیره د لوبډلمشرۍ لپاره هغه غوره نوماند دی. دغه ۳۰ کلن لوبغاړی د ۲۰۲۰ کال اي پي ایل لوبو کې د سنرایزر حېدراباد لوبډلې له لوري په ۱۱ کروړه پېرل شوي دی نوموړی چې د تېرو دوه کلونو راهیسې د سنرایز حېدراباد لوبډلې لپاره لوبېږي او تر دې دمه پورې یې ۲۷ لوبو په جریان کې ۶۲۸ منډي جوړي کړي دي. نو د هغه کارګردګي ته په کتو سره وېبپآنه ادغا کوي چې د ویلمسن په نشتون کې ممکن منېش پاڼدي سنرایزر حېدارباد لوبډله رهبري کړي.

۳- راشد خان

راشد خان چې د ۲۰۱۹ پنځوس اورېز جام وروسته د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر په توګه وټاکل شو او د تېر کال په نومبر میاشت کې یې د وېسټ انډېز پر وړاندې د درې شل اورېزو لوبو لړۍ 2-1 بریا پایته ورسوله، خو د درې یو ورځینو لوبو په جریان کې افغان لوبډله د راشد خان په لوبډلمشرۍ کې وایټ واش شوه او همدغه راز یواځینۍ یوه ټېسټ لوبه یې هم وبایلله چې له امله یې نوموړی د لوبډلشمرۍ لرې کړل شو او پر ځای یې یو ځل بیا اصغر افغان د دریو واړو فارمیټونو لوبډلمشر وټاکل شو. ۲۱ کلن راشد خان چې په ۹ کروړه د سنرایزر حېدراباد لوبډلې له لوري ساتل شوي دی راشد خان له ۲۰۱۷ میلادي کال راهیسې له سنرایزر حېدراباد لوبډلې سره مل دی او دومداره ویکټ اخیستونکی په توګه موجود دی. نو له همدې کبله وېبپاڼي پر وینا چې د کېن ولیمسن په نشتون یا ټپې کېدو حالت کې راشد خان د سنرایزر حېدراباد لوبډله رهبري کړي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې