دلوبغاړو په اړهلیګونه

د IPL په تاریخ کې ۳ توپ وهوونکي چې ډيرې شپږيزې یې وهلي دي

د آي پي ایل لیګ د نړۍ له غوره لیګونو څخه شمېرل کېږي چې هر کال پکې د نړۍ ستر او غوره لوبغاړي پېرل کېږي چې له افغانستان څخه هم پکې ځینې پیاوړي لوبغاړي اخیستل شوي دي له افغانستان څخه د تېر کال په څېر هماغه درې افغان لوبغاړي راشد خان، محمد نبي عیسخېل او مجېب الرحمن د خپلو لوبډلو له لوري پېرل شوي دي. که څه هم یو شمېر نورو لوبغاړو له افغانستان څخه ورته نوم لیکنه کړې وه خو بدبختانه چې هېڅ کومې لوبډلې له لوري ونه پېرل شو. د کریکټ مشهورې ورزشي وېبپاڼې (یاهو) راپور ورکړی دی چې پکې درې لوبغاړي څرګند کړې دي چې په هند غوره لیګ تاریخ کې یې د نورو لوبغاړو په پرتله زیاتې شپږیزې وهلي دي. دلته به هغه درې لوبغاړي در وپېژنو چې کومو لوبغاړو ډیرې شپږیزې وهلي دي.۱- کرېس ګېلدغه وېسټ انډیزي افسانوې لوبغاړي کرېس ګېل چې د شپږېزو پاچا ورته ویل کېږي او هېڅ کوم توپ وهوونکی نشته چې کرېس ګېل په څېر ورته توپ وهنه ترسره کړي. هغه په اي پي آیل لوبو کې ۱۲۴ اننګزونه لوبولي دي چې په اي پي ایل لوبو کې یې ډیرې ۳۲۶ شپږیزې وهلي دي چې تر نورو مخکښ لوبغاړی دی چې اي پي ایل لوبو کې یې ډیرې ۳۲۶ شپږیزې وهلي دي. نوموړي په یوه لوبه کې پر افغان لوبغاړي لېګ برېک توپ اچوونکي راشد خان باندې ۴ شپږیزې په مسلسل ډول وهلي دي.۲- اي بي ډویلیرز اي بي ډویلیرز د رائل چلېنجرز بنګلور لوبډلې لپاره حیاتي لوبغاړی دی. ډویلیرز د کریکټ په نړۍ کې هغه څېره ده چې کولای شې د لوبې اړخ ته تغېر ورکړي او ناممکنه لوبه ممکنه کړي. ډویلیرز د اي پي ایل په تاریخ کې د ډېرو شپږېزو توپ وهوونکو په لیست کې دوهم مقام کې دی، نوموړي په ۱۴۲ اننګزونو کې توپ وهنه ترسره کړې ده چې ډیرې ۲۱۲ شپږیزې یې په اي پي ایل تاریخ کې وهلي دي.۳- اېم اېس ډوهني اېم اېس ډوهني هم په اي پي ایل تاریخ کې تر نورو لوبغاړو ښه ځلیدلی دی. او د اي پي ایل لوبو په زیاتو شپږېزو لیست کې یې نوم دریم دی. هغه د چینای سوپر کېنګز یو پیاوړي لوبډلمشر په توګه پېژندل کېږي او د هغه لوبې نندارې ته ګڼ شمېر مینه وال لوبغالي یا مېدان ته راځي او د هغه د توپ وهنې څخه پوره پوره خوند اخلي. هغه په ۱۷۰ اننګزونو کې ۲۰۹ شپږیزې وهلي دي چې د اي پي ایل لوبو په ډېرو شپږېزو لیست کې یې دریم مقام ترلاسه کړی دی هغه د هند غوره لیګ په خرابو شیبو کې ښه توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړې ده او لوبډله یې تر بریا پوړیو رسولي ده.ډوهني په ۲۰۱۰ کال کې خپله لوبډله زړه پورې بریا ته رسولي وه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې