نړیوال کریکټ

اګر هټریک وکړ او کوربه ماته ومنل

اسټرالیا لوبډله دشل اوریزو اوپنځوس اوریزو لوبو لپاره سویلي افریقا ته تللي. پدي لړۍ کي دري پنځوس اوریزي او دري شل اوریزي لوبي ترسره کیږي. چي پرون دشل اوریزو لوبو دلړۍ لومړۍ لوبه ترسره سول، چي اسټرالیا لوبډلي یاده لوبه داګر دهټریک په مرسته په ۱۰۷ منډو وګټل. دلوبي پچه سویلي افریقا لوبډلي وګټل او دتوپ اچوني پریکړه یي وکړل چي اسټرالیا لوبډلي په پوره شلو اورونو کي د ۶ لوبغاړو په دلاسه ورکولو سویلي افریقا ته ۱۹۶ منډي هدف وټاکه. اسټرالیا لوبډلي ته سمیت ۴۵ او لوبډل مشر فنچ ۴۲ ترنورو توپ وهونکو ډیري منډي جوړي کړي او دسویلي افریقا په توپ اچونکو کي سټین او شمسي ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.

دیاد هدف په تعقیب سویلي افریقا له پیله ترپایه ښه لوبه ونکړه چي دپیل توپ وهونکي ډیکوک په ۲ او ونډر ډوزن په ۶ منډو وسوځیدل یواځنی ډیري منډي جوړونکی ددوي لپاره مخکنی لوبډل مشر ډی پلوسیس وو، هغه ۲۴ منډي جوړي کړي. خو دوي ونسوای کړای هدف ترلاسه کړي چي په ۱۴،۳ اورونو کي یي دټولو لوبغاړو په دلاسه ورکولو ۸۹ منډي جوړي او لوبه یي بایلوده. اسټرالیا لوبډلي ته چپ لاسي کرار توپ اچونکي اګر د هټریک په مټ پنځه لوبغاړي وسوځول. نوموړي دلوبي په اتم اور کي په ۴،۵،۶ توپونو ویکټي ترلاسه کړي. نوموړی دوهم اسټرالوی لوبغاړۍ سو چي نړیوالو شل اوریزو لوبو کي هټریک کوي، له ده مخکي بریټ لي یواځنی اسټرالوی و چي شل اوریز کرکټ کي یي دري پرله پسي لوبغاړي سوځولي وه.همداراز زمپا او کمنس هم ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.
ددي لړۍ بله لوبه سبا یکشنبه ماځګر پنځه بجي ترسره کیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې