دلوبغاړو په اړه

افغان لوبډلې مخکښ توپ وهوونکی حضرت الله ځاځی وپېژنئ

د افغانستان کریکټ ملي لوبډله چې په دې وروستیو کې خورا ښه کارګردګي ترسره کوي، چې لامل یې په لوبډله کې د ځوانو لوبغاړو جذب دی. او ځوانو لوبغاړو استعدادونو ته چانس ورکول دي. چې نن درته په افغان لوبډله کې افغان کرېس ګېل حضرت الله ځاځی درپېژنو چې همدغه شان به نور ځوان لوبغاړي هم په افغان کریک انفو وېب ساېټ کې در وپېژنو خو نن به د لوبغاړو له ډلي درته حضرت الله ځاځي په لوبه ېز ژوند مالومات درکړو.

حضرت الله ځاځی څوګ دی؟

نوم یې حضرت الله ځاځی دی او زیات خلک ورته د وېسټ انډیزې پياوړي لوبغاړي کرېس ګېل خطاب کوي او افغان کرېس ګېل حضرت الله ځاځی ورته وایي، حضرت الله ځاځی په کال ۱۹۹۸ د مارچ میاشتې په ۲۳مه نیټه په پکتیا ولایت کې زېږیدلی دی. نوموړی دا مهال ۲۱ کاله او شاو خوا ۳۲۵ ورځې عمر لري. هغه وایي بریدګره توپ وهنه خوښوي او پر وینا یې چې د توپ وهنې شاټ یې زیاتره د توپ اچوونکي مخامخ وي چې د توپ اچوونکي د لګېدو امکان پکې بیخې زیات وي.

د حضرت الله ځاځي لوبه اېز ژوند مالومات

حضرت الله ځاځی په کېڼ لاس توپ وهنه کوي او په خپل لوبه ېز ژوند کې یې ښه لوبه د ایرلنډ پر وړاندې نندارې ته وړاندې کړې وه، هغه د ایرلنډ پر وړاندې په ۶۲ بالونو ۱۶۲ منډي جوړي کړي وي چې په شل اورېز فارمیټ کې یې زیاتې یا سترې منډي ۱۶۲ دي. هغه دغه کارنامه د ایرلنډ پر وړاندې فبرورۍ میاشت کې ترسره کړې وه. نوموړي همدغه راز د افغانستان کورني کریکټ لیګ یا APL سیالیو کې د کابل ځوانانو لپاره لوبه ترسره کوله چې د بلخ لېجنډ پر وړاندې یې په یو اور کې د عبدالله مزاري په وړاندې شپږ شپږیزې ووهلي او نوموړي څخه یې په یو اور کې ۳۷ منډي ترلاسه کړي چې مزاري یوه اضافي یا وایټ بال ترسره کړ.

حضرت الله ځاځي څومره لوبې ترسره کړي؟

حضرت الله ځاځي ۱۶ یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي دي چې په ۱۶ لوبو کې یې په بشپړه توګه ۱۶ ځلې توپ وهنې لپاره لوبغالي ته راستون شوي دی. نوموړی د ۲۲.۵۶ اورېج او ۸۸.۲۶ سټراېک راېټ په درلودلو سره یې ۳۶۱ منډي جوړي کړي دي. هغه همدغه راز ۱۳ شل اوریزې لوبې کړې دي چې ۱۳ ځلې یې په بشپړه توګه توپ وهنه ترسره کړې ده، هغه د ۴۳.۲۵ او ۱۶۲.۷ ټراېک راېټ په لرلو یې ۵۱۹ منډي کړې دي. خو د یادولو ده چې تر دې دمه یې هېڅ کومه رسمي ټېسټ لوبه نه ده ترسره کړي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې