دلوبغاړو په اړه

اشټن اګر خپل پټ راز را برسېره کړ

د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې بالینګ الراونډر اشټن اګر،خپل هغه پټ راز وروسته له هغې را څرګند کړ کله چې نوموړي په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې د سویلي افریقا خلاف هيټریک وکړ.دغې کيڼ لاسې لیګ سپینر بالر په خپله وروستۍ مرکه کې وویل ((زه د هندوستاني سوکه توپ اچونکې،رویندرا جدیجا،د بالینګ ډېر زیات مینوال یم، او غواړم د هغه پڅير یو ښه بالر شم،ما له جدیجا، سره ډېرې خبرې کړې،هغه د درې واړه فارمټونو لپاره یو مناسب هندي لوبغاړی دی،د توپ وهنې برخه یې هم جلا ده))اشټن له دي خبرې هم پرده پورته کړه چې هغه هر وخت د هندې سپينر سره چټ کوي او مشورې ترې اخلې.دغه استرالیایي لوبغاړی وایي د کرکټ په نړۍ کې یې هندوستاني رویندرا جدیجا، د خوښې لوبغاړی دی او ځانګړې مينه ورسره لري.اګر په ۱۹۹۳ م کال کې د اکتوبر پر ۱۴ نېټه د استرالیا په میلبورین ښار کې وزیږید.لومړۍ د استرالیا لپاره په ۱۹ کلنه لوبډله کې ولیدل شو،او له هغه وروسته د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې ته په کال ۲۰۱۳ م کې راغي،اوس په درې واړه فارمټونو کې د استرالیا په ګټه لوبه تر سره کوي.

ولید ( خپلواک)

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې