دلوبغاړو په اړه

کوچنی راشد خان څنګه کرکټر شو؟

پېژندنه:ـ پوره نوم يې احمد قريشي د پلار نوم يې نادر خان او عمر يې يوولس کاله او درې میاشتې دی. د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ د داربند په کلي کې زيږېدلی، خو اوسمهال له خپلې کورنۍ سره د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ په نهرماسو کلي کې اوسېږي. په عصري زده کړو کې د قلعه جانان جانان خان د لېسې اووم ټولګي زده کوونکی دی، د انګلیسي او کمپیوټر کورسونه تعقیبويي او تر څنګ يې سهار وختي د کلي په مسجد کې په ديني برخه کې زده کړې هم کوي او د ماسپښین له خوا د دوه بجو څخه د ماښام تر اوو بجو د سپین غر کرکټ اکاډمۍ کې د کرکټ لوبه او تمرين کوي.

کرکټ ته یې راتګ:ـ احمد وايي له اووه کلنۍ مې د کرکټ له لوبې سره شوق وو د افغانستان لوبې به مې په تلويزیون لیدلې ، او راشد خان مې له زړه خوښيږي. نوموړی وايي ، د کور او کلي له ماشومانو سره به مې لوبه کوله او چې هر چا به مې لوبه ولیدله تشويقولم به يې او د کورنۍ د غړو څخه به مې يې غوښتنه کوله چې پر ما مسلکي کرکټ وکړي. د احمد قريشي ورور عبدالله وايي: خلکو به هر وخت راته ويل چې په احمد مسلکي کرکټ شروع کړه،دا به د افغانستان راتلونکی ستوری وي، يو کال وړاندې مې د ملګرو په مشوره او غوښتنه د سپین غر کرکټ  اکاډمۍ ته يووړ، کله چې روزونکو دده توپ اچونه ولیدله له ما يې وغوښتل چې دا ورور مې کرکټ ته پرېږدم او که رښتیا ووايم ما يې هم چې د لويو لوبغاړو پر وړاندې په لومړي ورځ توپ اچونه ولیدله هیله مند شوم او هماغه وو چې په همدې اکاډمۍ کې مې شامل کړ او تر اوسه پکې لوبیږي. احمد قريشي اوس د سپین غر کرکټ اکاډمۍ سره لوبه کوي ، د راشد په څېر لیګ برېک ورو توپ اچونه کوي چې له ګوګلي توپ څخه يې توپ وهونکي ويره لري.

مسلکي کرکټ:ـ د احمد قريشي د مسلکي کرکټ يو کلن سفر له برياوو او لاسته راوړنو ډک دی، نوموړی وايي ما هیله درلوده چې خپل ايډيال راشد سره وګورم،درې میاشتې وړاندې چې راشد په دوبۍ کې وو او د افغانستان په غوره لیګ سیالیو بوخت وو، په انټر نیټ يې زما د لوبو ځېنې ويډيوګانې کتلې وي، ماته يې زنګ وواهه او له ماسره يې خبرې وکړې ،ډاډ يې راکړ او ماته يې: وويل چې ستا راتلونکی له ما څخه هم روښانه دی ځکه زما لپاره ستا په څېر سهولتونه نه وو. احمد قريشي سږکال د کرکټ بورډ د مسؤلینو او د ملي لوبډلې د ګڼو لوبغاړو سره لیدلي او د هغوی له لورې هم تشويق شوی. احمد وايي له محمد نبي ، حمید حسن ، اصغر افغان، رحمت شاه، ظاهر خان ، شرف الدين اشرف په شمول ګڼو ملي او نوولس کلنو لوبغاړو سره يې کتلي او هغوی تشويق کړی دی .احمد قريشي په يو کلن مسلکي کرکټ کې ټولې ۵۸ يو ورځنۍ،شل اوريزه او نورې لوبې کړي چې په دغو لوبو کې يې تر۷۰ ۱ زياتې وېکټې اخیستي.په يوه شل اوريزه لوبه کې د ځايي کرکټ کلب پر وړاندې په څلورو اورونو کې د ۱۵ منډو ورکول او د پنځو ويکټو اخیستل يې غوره توپ اچونه ده.نوموړي په يو کال کې د ننګرهار په ګڼو تورنمنټونو کې په لوبو کې ګډون کړی ، همدارنګه يې په کرکټ کې د لغمان ، کنړ او کابل ولایتونو ته هم سفرونه کړي .نوموړي د خپل استعداد پر مټ په يو کال کې د هیواد او آن د سیمې په کچه شهرت پیدا کړی ، د هیواد لهګڼو مشهورو رسنیو لکه طلوع نیوز، اريانا نیوز، شمشاد راډيو تلويزيون ، ژوندون تلويزيون ،کلید راډيو او نورو رسنیو سره يې مرکې او يادو رسنیو يې پر ژوند او کرکټ راپورونه جوړ او خپاره کړي.کوچنی راشد خان (احمد قريشي) د هیواد څخه د باندې هم د ګڼو معتبرو ورزشي ويبپاڼو او رسنیو پام ځان ته را اړولی او د نوموړي په کرکټ کې يې لیکنې او د لوبو ويډيو ګانې يې خپرې کړي چې د کرکټ سلګونو زرو مینه والو خوښې کړي دي. احمد قريشي هیله لري چې د افغانستان لپاره په نړيوال ډګر کې ولوبیږي او د خپل ايډيال راشد خان په څېر په کم عمر کې ستر وياړونه راوړي. احمد قريشي چې تر ډېره يې خلک په کوچني راشد خان پیژني، په نړيوال کرکټ کې يې د راشد خان سربېره د هندي لوبغاړي چاهال توپ اچونه خوښیږي، لوبې يې ګوري او زده کړه ترې کوي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې