نړیوال کریکټ

کمارا سنګکارا له نړیوالو لوبډلو غوښتې چې پاکستان ته سفر وکړي

د سریلانکا پخواني لوبډلمشر د لوبغاړو او لوبډلو څخه غوښتې چې پاکستان هېواد ته راشې او له پاکستان سره هلته لوبې وکړي. پاکستان په دې وروستیو کې هڅه کوي چې نړیوال کریکټ یو ځل بیا له یوې لسیزې وروسته خپل هېواد ته ستون کړې.

پاکستان ته تر دې دمه دوه لوبډلې د سیالیو ترسره کولو لپاره تللې وې چې سریلانکا بیرته په بریالۍ توګه خپل هېواد ته راستنه شوه او همدغه راز بنګله دېش لوبډله هم په پاکستان کې د سیالیو ترسره کولو لپاره زړه ښه کړې وه او په لوبو بوخته ده.

همدرانګه د MMC کریکټ کلب لوبډله د کمارا سنګکارا په لوبډلمشرۍ پاکستان ته د فبرورۍ په ۱۲ مه نیټه تللې وه او د فبرورۍ تر ۲۰ مې نیټې پورې یې څلورو لوبډلو پر وړاندې محدود اوریرې لوبې ترسره کړلي.

سنګکارا د پاکستان له کوربه توب خوښ دی او پر نړیوالو یې غږ کړې دی چې پاکستان ته راشې او سیالۍ وکړي. د سنګکارا پر وینا، مونږ دلته ښه لیدونه وکړه او د پاکستان امنیتې وضعیت د ډاډ وړ دی.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې