دلوبغاړو په اړه

د عمر اکمل هيلې یو ځل بیا پاکستان کرکټ بورډ په سیند لاهو کړې

پاکستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه توپ وهونکی ، عمر اکمل، د پاکستان کرکټ بورډ لخوا بیا د لوبو کولو څخه منع کړې شو.پر نوموړي تور دی چې هغه د خپل کرکټ په وروستې تاریخ کې دولس داسي جرمونه کړې چې د کرکټ د اصولو خلاف دي.پاکستان کرکټ بورډ پرون خبر ورکړ چې عمر اکمل، نشي کولای چې دپاکستان په کورني پي ایس ایل، لیګ کې ولوبیږي.اکمل چې پر کومو قضیو مجرم پیژندل شوې د پاکستان کرکټ بورډ ورڅخه د هغه دسپیناوې غوښتنه کوي.عمر اکمل ، د ۲۰۱۴ م کال راهیسي پر پاکستانۍ لوبډله کې ډېر ندې لیدل شوی،او بورډ یې ستونزه خبراب فیټنیس ښودلی.
دا چې نوموړي کوم اصول مات کړي وو په اړه یې نور معلومات نه دي ورکړل شوي،خو صرف بورډ دومره ویلي چې هغه په روان ۲۰۲۰ م کال پي ایس ایل، لیګ کې نشي لوبیدی،عمر اکمل، څه موده مخکي د فیټنیس په ازموینه کې د مشر ټرینر سره لفظي شخړه کړې وه، دا بحث د پاکستان مشر انتخاب کوونکي، مصبا الحق، ته ورسید دغه قضیه حل شوه او عمر ته اجازه ورکول شوه چې په پی ایس ایل ، کې ولوبیږي.دا چې اکمل د ملي لوبډلې خوبونه ګورې نو هره هېله یې یو ځل بیا د پاکستان کرکټ بورډ په غم بدله کړه.

ولید ( خپلواک)

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې