افغانستان کریکټ

د افغانستان کریکټ بورډ عمومي مشر فرهان یوسفزي د اونیزې غونډې مشري وکړه

د افغانستان کریکټ بورډ عمومي مشر فرهان یوسفزي وړمه ورځ د فبرورۍ په ۲۰مه نیټه د کریکټ بورډ اړوند څانګو مدیرانو سره ولیدل او د یادو کسانو د ورسپارل شویوو دندو یې چمتو کړې راپورنه واورېدل.

په دغه اونېزه غونډه کې یې د اړوندو مدیرانو څخه وغوښتل چې د خپل کارونو د لا ښه کېدو او اغېزمنیا لپاره یې ورته نورې دندې وسپارلې. د کریکټ بورډ څخه په خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي دي چې، ښاغلي یوسفزي له اړوند کسانو وغوښتل چې خپل سپارل شوي کارونه دي نور هم چټک کړي.

همدغه راز ښاغلي یوسفزي غوښتنه وکړه چې د کارونو د لا اغېزمنتیا لپاره دې ګروپي ډول یو له بل سره کار وکړي تر څو خپل کارونه لا نور هم چټک کړي. د کریکټ بورډ څخه په خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي دي چې کریکټ بورډ په کار نویو ګمارل شویو کسانو ته ښه راغلاست ووایه او هیله یې وکړه چې دوی به د کریکټ بورډ پرمختګ لپاره ښه ګامونه واخلي.

د یادولو ده چې د افغانستان کریکټ بورډ عمومي رئیس فرهان یوسفزي د کریکټ نړیوالې شورا یا اي سي سي وروستیو بدلونونو ته په اشارې سره وویل، مونږ د یوې شفافې او ښې ادارې د رامنځته کولو لپاره کار کوو او په دې برخه کې جدي یو. د یادولو وړ ده چې په کریکټ بورډ کې په دې وروستو کې یو شمېر بدلونونونه راغلي دي چې د کریکټ بورډ پر وینا مثبتې پایلې به یې وروسته په ډاګه شې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې