دلوبغاړو په اړه

په IPL کې څلور لوبغاړي چې د روهېت شرما په نشتون کې د ممبۍ انډیانز لوبډلې مشري پر غاړه ولري

د کریکټ یوې مشهورې ورزشې وېبپاڼې راپور ورکړی دی چې د ۲۰۲۰ اي پي ایل راتلونکې ۱۵م پړاو کې د روهېت شرما په نشتون یا غېر حاضرۍ کې څلور لوبغاړي په ډاګه کړې دي چې د ممبۍ انډیانز لوبډلې لوبډلمشري پر غاړه ولري. د یادولو وړ ده چې روهېت شرما د نیوزیلینډ خلاف سیالۍ کې ټپې شو او له هندۍ لوبډلې څخه لرې پاتې شو خو اوس تر دې دمه رسمې کوم څه نه دي په ډاګه شوي چې نوموړی به آي پي ایل لوبو کې ولوبېږي او که نه خو که نوموړی نه وي دلته څلور لوبغاړي درته په ډاګه کوو چې د روهېت شرما په نشتون کې ممکن د ممبۍ انډیانز لوبډلې رهبري وکړي.

۱- کوینټن ډیکاک

دغه ویکټ کیپر او توپ وهوونکی په اي پي ایل لوبو کې د ممبۍ انډیانز لوبډلې لوبډلمشر روهېت شرما سره ۲۰۱۹ کال کې ملګری وه. هغه په ۱۶ لوبو کې د ۵۲۹ منډو په جوړولو سره د ۱۳۲.۹۲ سټرایک رايټ په لرلو سره څلور نیمه سلیزې وهلې دي د هغه تر ټولو ښه منډې یا زیاتې منډي ۸۱ دي. هغه په ویکټ کیپرۍ کې هم ښه وه چې د دوه سټمپینګ سربیره یې ۱۷ کېچونه اخیستې دي. په دې وروستو کې نوموړی د انګلینډ پر وړاندې د یو ورځینو لوبو لوبډلمشر هم وټاکل شو چې نوموړی د کپتان په توګه ښه لوبې نندارې ته وړاندې کوي. نو له همدې کبله یاده ورزشې وېبپاڼه ادغا کوي چې په ۲۰۲۰ آي پي ایل کې د روهېت په نه شتون کې د کپتانۍ رول تمویل کړي.

۲- کریس لین

دغه افسانوې لوبغاړي چې ښه لوبې یې نندارې ته وړاندې کړې دي، او په خپلې رهبري کې ښه تمام شوي دی او په ۲۰۱۹ کال بیګ باش لیګ سیالیو کې نوموړي د بریسبین هیټ لوبډلې رهبري هم ترسره کوله نو له همدې امله ممکن چې د روهېت شرما په غېر حاضرۍ کې کریس لین د ممبۍ انډیانز لوبډلې لوبډلشمري پر غاړه ولري.

۳- لاسیت ملېنګا

دغه تجربه لرونکي لوبغاړي لاسیت مېلنګا چې د خپلې تیزې او پیاوړي توپ اچونې پر مټ د ممبۍ انډیانز لوبډله د ۲۰۱۹ کال اتله لوبډله ونوموله چې د هغه غوره توپ اچونه د ۳۴ منډو په ورکولو سره ۴ لوبغاړو سوځول وه. که څه هم نوموړي د ۲۰۱۹ کال اي پي ایل پای لوبه کې ښه کارګردګې ترسره نه کړه او یواځې یوه ویکیټه یې ترلاسه کړه خو د نوموړي اړوند ممبۍ انډیانز لوبډلې اتلولي ترلاسه کړه. د وېبپاڼې پر وینا چې د ملېنګا تجربو ته په لیدلو سره ممکن د روهېت شرما په نشتون کې ملېنګا د ممبۍ انډیانز لوبډلې لوبډلمشري پر غاړه ولري.

۴- کېرون پولارډ

د وېسټ انډېز لوبډلې پیاوړی لوبغاړو کېرون پولارډ چې په اي پي ایل لوبو کې خورا ښه مینه وال لري او په اوسنې وخت کې د روهېت شرما په نشتون کې ښه لوبډلمشري ته غوره نوماند دی. نوموړی ځکه غوره نوماند دی چې له دې وړاندې په اي پي ایل لوبو کې روهېت شرما ټپې وه چې بیا د ممبۍ انډیانز لوبډلې رهبري کېرون پولارډ ترسره کوله.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې