نړیوال کریکټ

په هند کي دافسانوي لوبغاړو ترمنځ نړیوال جام پیلیږي

د سړک خوندیتوب ۲۰۲۰ نړیوال جام د کرکټ په نړۍکي اضافي ډول دی چي د نړۍ وتلي لوبغاړي به یودبل خلاف په ښه ټولنیزه فضا کي ولوبیږي. دلوبو داډول به په هند کي د سړک خوندیتوب په هکله دعامه پوهاوي په ډیرولو کي مرسته وکړي. پخوانی هندی لوبډل مشر سونیل ګاوسکر به ددي جام مشرتوب په غاړه لري. دغه جام دهند دکرکټ بورډ دخوندیتوب کمیټي (BCCI) لخوا جوړ سوی چي دنړۍ پخواني قوي لوبغاړي به له اسټرالیا، هند، سویلي افریقا، سریلانکا او ویسټ انډیز څخه یودبل خلاف ولوبیږي. دغه لوبي دمارچ پر اووه ماښام اوه بجي پیلیږي، چي لومړۍ لوبه د هند او ویسټ انډیز لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي. چي په ممبی، نوی ممبی، مهاراشترا او پونا ښارونو په لوبغالو کي به ترسره سي اوپه کلرز ساینپلکس او کلرز کاناډا سینماوو کي به په ژوندۍ بڼه وښودل سي. لوبډلي:
دهند لپاره: سچن ټنډولکر لوبډلمشر، وریندر سیواګ، یوراج سینګ، ظهیر خان، عرفان پټان، اجیت اګرکر، سنجی بنګر، موناپ پټیل، محمد کیف، پرګان اهوجا، سراج باهوتولا او سمیر ډیګا. داسټرالیا لپاره: براډ هوجي، بریټ ګیویس، کلینټ مکي، جوج ګرین، جیسن کریزا، مارک کوسګرووا، نتن ریرډن، روب کویني، بریټ لي، تراویس بارت او اګزیویر ډوهارټي.
دسریلانکا لپاره: تلاکرتني دیلشان، دولنجنا ویجیسنګي، چمارا کاپوجدارا، چمندا واس، پرویز مهروف، مروان اتپاتو، موتیا مرالترن، رنګانا هیرات، رومیش کولاورتنا، سچترا سننیکا، ټایلن توشارا او ټایلنا کنډامبي. د سویلي افریقا لپاره: انډري بوچ جیمز، انډري هال، ګرنیټ جان پیټر کروګر، جکویس روډلپ، البیا مورکیل، جوهان ونډروات، جانتي روډز، لونسي کلوزنر، مارتین وان جارسویلډ، مورني وان وایک، پاول حارث او ریان مکلارن. او دویسټ انډیز لپاره: برین لارا، یوهان بلاکي، شیونارین چندرپال، رام نریش ساروان، ادم سینفورډ، کارل هوپر، دنزا هایټ، ډیرن ګنګا، پیډرو کولنس، ریکارډو پاول، ریډلي جاکوبس، سامیول بدري او سلیمان بین.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې