نړیوال کریکټ

مایکل کلارک: اسټرالیا ښځینه لوبډله شل اورېز جام ګټلو مستحق ده

مایکل کلارک ادغا کوي چې اسټرالیا ښځینه کریکټ ملي لوبډله د دې وړ ده چې د ۲۰۲۰ کال ښځینه شل اورېز جام وګټې او د اسټرالیا کریکټ میرمنو ته یې د ۲۰ اورېز نړیوال جام ګټلو لار ښوونه وکړله.

د یادولو وړ ده چې اسټرالیا ښځینه کریکټ ملي لوبډله به د فبرورۍ په ۲۱مه نیټه په سډني شو ګراونډ لوبغالي کې په پرانستې لوبه کې هندوستان سره مخامخ شې. کلارک احساس کوي چې اسټرالیا ښځینه لوبډله به ښه لوبې په ښځینه نړیوال جام کې ترسره کړې او دوی د نړیوال شل اورېز ښځینه جام ګټلو مستحق دي.

د مایکل کلارک پر وینا، آسټرلیا به د ۲۰۲۰ کال شل اورېز ښځینه نړیوال جام ګټونکي لوبډله شي. کلارک وویل: “زما په اند دا به د میرمنو کریکټ لپاره غوره وي چې مخ پر وړاندې ولاړ شې او شهرت پیدا کړي د اسټرالیا کریکټ ښځینه لوبډله د دې مستحق ده چې نړیوال جام ټرافي وګټې.” آسټرالیا ښځینه لوبډلې، د میګ لانینګ په مشرۍ ، د سږني نړیوال جام سیالیو ته لوبډله اعلان کړې ده.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې