دلوبغاړو په اړه

عمر اکمل د ټوېټر کارونکوو له لوري د خندا وړ شو

د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې توپ وهوونکي او ویکټ ساتوونکي عمر اکمل د خپل رسمي ټوېټر اکاونټ له لارې یو پوسټ کړی وه چې هغه له خپل ورور کامران اکمل سره ناست دی.

او له یاد انځور سره یې په انګلیسې ژبه لیکلې دي: “مور له بل ورور سره.” چې نوموړی غلط شوي د دې پر ځای چې ولیکې ورور له بل ورور سره نو نوموړي لیکې دي، مور له بل ورور سره. چې وروسته دغه ټوېټ د ځینو ټولنېزو رسنیو کارونکوو د خندا وړ وګرځېد.

که څه هم نوموړي یاد پوسټ خذف کړې دی، خو د ټوېټر کارونکوو د هغه دغه پوسټ وار دمخه د خندا وړ ګرځولی دی او په ټولنېزو رسنیو کې یې خورا یوه ګرمه موضوع ګرځولې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې