لیګونه

د پاکستان سوداګریز لیګ نن د ۳۶ بهر نیو لوبغاړو په شتون کې پیلیږي

د پاکستان سودا ګریز کرکټ لیګ نن ماښام د شپږو لوبډلو په ګډون د اسلام اباد او کويټې ګلیډ ایټرز لوبډلو په لوبه پیلیږي.د پاکستان سوداګریز کرکټ لیګ نن ماښام ۷ بجې د اسلام اباد یو نایټیډ، او د کویټې ګلیډ ایټرز، په لوبه سره پیلیږي.د پي ایس ایل، لیګ،لومړۍ لوبه د پاکستان کراچۍ ښار (نیشنل ستډیوم) کې تر سره کیږي.د کرکټ دغه ۲۰ اوریزه تجارتي سیالۍ د لمړي ځل لپاره په ۲۰۱۶ م کال کې پاکستان کې د امنیتي ستونزو له کبله د پاکستان پر ځای په متحده عربي امارتو کې پیل شوې، چې ورپسې د دویم، دریم او څلورم پړاو وروستۍ سیالي یې پاکستان کې تر سره شوې.په دې لیګ کي ۶ لوبډلي اسلام آباد یونایټیډ، کراچي کینګز، لاهور قلندرز، ملطان سلطانز، پيښور زلمي او کویټه ګلیډ ایټرز برخه والي دي، چي ټولي لوبډلي به یو د بل په وړاندي سیالۍ ترسره کړي.د ورکړل شویو معلوماتو له مخې د سږ کال پنځم پړاو دغه لیګ ټولې لوبې د پاکستان په څلور ښارونو کراچۍ، لاهور، پینډۍ او ملطان کې پلان شوې دي.د پاکستان سوپر لیګ کرکټ لوبو اتلولي دوه ځلې اسلام اباد یونایټېډ، یو ځل پېښور زلمي او یو ځل کوېټه ګلیډ ایټرز ګټلي دي.د یادونې وړ ده، چې د پنځم پړاو دا لوبې به د ۳۴ سیالیو او ۳۲ ورځو دوام وروسته د راتلونکې مارچ میاشتې په ۲۲ مه نېټه د لاهور په (قذافي سټډیوم) کې پای ته ورسیږي.

ولید ( خپلواک)

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې