نړیوال کریکټ

د زیمبابوې سر روزونکی لالچند راجپوټ: بنګله دیش به تر خپل فشار لاندې وساتې

د بنګله دیش په کوربتوب زیمبابوې لوبډله هڅه کوي چې کوربه بنګله دیش لوبډله له ماتو سره مخ کړې. د زیمبابوې مشر روزونکې لالچند راجپوټ، په یو خبرې کنفرانس کې خبریالانو ته وویل، بنګله دیش یوه ښه لوبډله ده خو وروستیو کې یې ډېرې ماتې وخوړلې او دا د کرکټ یو اړخ دی کله چې لوبډله ډېرې ماتې خورې نو بله لوبډله یې هم په اسانۍ سره بیټ کولای شي.بنګله دیش باندې د ماتو فشار دی مونږ به له خپل ګټونکې پلان څخه کار واخلو تر څو پخپل کور کې بنګله دیش لوبډله له ماتې سره مخ کړو.زیمبابوې لوبډله پر همدې میاشت کې خپله لومړۍ ټیسټ لوبه له بنګله دیش سره د فبرورۍ په ۲۲ نېټه پیلوې.په دغه سفر کې یو ټیسټ، درې پنځوس اوریزې،او دوه شل اوریزه لوبې شاملې دي.

ولید ( خپلواک)

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې