نړیوال کریکټ

تېسارا پریرا د یو کلن ځنډ وروسته سریلانکا لوبډلې ته راستون شو

د سریلانکا کریکټ ملي لوبډلې د دریو ورځینو لوبو لپاره د وېسټ انډېز پر وړاندې لوبډله اعلان کړه، چې پکې لیدل کېږي د اوږده ځنډ وروسته یې یو ځل بیا هغو لوبغاړو ته چانس یا موقعه ورکړي ده چې د یو څه وخت لپاره له لوبډلې څخه لرې پاتې شوي وه.

پریرا او نیروشان دیکویلا چې د سریلانکا کریکټ ملي لوبډلې څخه لرې پاتې شوې وه او د سریلانکا په څو لوبو کې د سیالیو تر سره کولو څخه بې برخې پاتې شوي وه یو ځل بیا لوبډلې ته د اوږده ځنډ وروسته را ستنه شوي دي او د وېسټ انډېز پر وړاندې به راتلونکي ۳ ورځینو لوبو کې شتون ولري. په ورته وخت کې دا نوشکا ګوناتیلکا او اوشاده فرناندو د ټپونو له امله له لوبډلې سره د وېسټ انډېز پر وړاندې نه لوبېږي او پر ځای یې شین جیاسوریه او ایشور اوډانا لوبډله کې اخیستل شوي دي.

سریلانکا د وېسټ انډېز پر وړاندې خپله پنځلس کسیزه لوبډله اعلان کړې ده چې دغه درې یو ورځنۍ لوبې به د سریلانکا په کوربه توب راتلونکي شنبې ورځ د فبرورۍ ۲۲ مه نیټه پیل شي. چې د سریلانکا لوبډلې لوبډلمشرۍ صلاحیت د دیموت کرونراتني په غاړه وي. یادولو ده چې کرونراتني د ۲۰۱۹ پنځوس اورېز جام کې هم د سریلانکا لوبډلې لوبډلمشري پر غاړه لرله. نوموړي د پاکستان پر وړاندې یو ورځینو لوبو لپاره پاکستان ته سفر نه وه کړی.

د سریلانکا لوبډلې ۱۵ کسېزه نوملړ: دیمت کروناراتني (لوبډلمشر) ، ایشکا فرناونډو ، کوسال پریرا ، شهن جیاسوریه ، نیروشان ډیکویلا ، کوسال مانډیس ، انجیلو میتیوس ، دهننجیا دی سلوا ، تیسارا پریرا ، داسون شانکا ، واناندو هسرانګا ، لکشان سنډکان ، نووان کوهره ، نووان کوهره.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې