دلوبغاړو په اړه

بنګله دیش کرکټ بورډ یوځل بیا مشرف مرتضی لوبډل مشر ټاکي

د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډله دزمبابوي خلاف د دریو یوورځنیو لوبو لپاره غواړي دمشرف مرتضی په بیا ټاکلو سره خپلي لوبډلي ته پرمختګ ورکړي. چي ټاکل سوي لومړۍ یو ورځنۍ لوبه په سلهیټ کرکټ نړیوال لوبغالي کي دمارچ پر اوله ترسره سي. مخکي له یوورځنیو لوبو به ددوي ترمنځ یوه ټیسټ لوبه کیږي چي دډاکي په شیربنګالا کرکټ لوبغالي کي دفبرورۍ په ۲۲مه پیلیږي. مشرف مرتضی به په همدی سریز کي دزمبابوی خلاف د خپل راتلونکي په هکله هم وروستۍ پریکړه وکړي. مرتضی دتیر کال نړیوال جام وروسته چي په انګلستان کي ترسره سو کومه نړیواله لوبه نده کړي. خو هغه تیره میاشت خپل نوم د کرکټ بورډ له عالي قرارداد څخه لیري کړ. ویل کیږي چې د بنګله دیش د کرکټ بورډ چارواکي ډاډه دي چې مشرف مرتضی به د خپلې راتلونکې په اړه د ناڅرګندتیا سربیره د دې لوبډلې مشري وکړي.
د بنګله دیش کریکټ بورډ مشر نجم الحسن وویل چې دوي د مشرفي مرتضی په څیر د تجربه لرونکي لوبډل مشر ځای نه لري. نجم الحسن په ډهاکه کې د مطبوعاتي کنفرانس پرمهال خبریالانو ته وویل: “اوس مهال موږ د مشرفي په څیر د لوبډل مشر ځای نه لرو.” هغه زیاته کړه: “که هغه اماده نه وي ، نو دا بله مسله ده.”
د بی سی بی مشر زیاته کړه: پداسې حال کې چې د مرتضی لوبډل مشري د لوبډلي لپاره د پام وړ وه، خو اوس هغه وخت هم دی چې هغه د خپل راتلونکي په اړه فکر وکړي. نجم الحسن دا هم وویل چې دوی به ډیر ژر خپل راتلونکي لوبډل مشر وټاکي. هغه په یوه بیان کې زیاته کړه: “موږ باید ډیر ژر د خپل راتلونکي لوبډل مشر په اړه پریکړه وکړو.”
مرتضی د بنګله دیش دکرکټ تاریخ یوه مهمه برخه وه، هغه شاوخوا دوه لسیزې راهیسې د ملي لوبډلې لپاره لوبه کوي. تیرکال بنګله دیش کرکټ بورډ وغوښتل چي هغه نور له لوبډلي تقاعد اعلان کړي خو مرتضی یاده غوښتنه رد کړل.
د زمبابوي خلاف له دي لړۍ وروسته به بنګله دیش لوبډله یوځل بیا پاکستان ته دیوي یوورځنۍ لوبي لپاره سفر کوي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې