دلوبغاړو په اړه

یوراج سینګ په وېب سیریز کې لوبېدل رد کړل

د هندۍ لوبډلې پیاوړي پخوانې الراونډر یوراج سینګ هغه راپورنه رد کړل، چې ګواکې نوموړی به د میرمن هیزل کیچ تر څنګ په یوه وېب سریز کې برخه واخلي. له دې وړاندې داسې راپور ورکړل شوي و چې د یوراج ورور، زوراور سینګ به په دې لړ کې مخکښ ستوری وي، پداسې حال کې چې دواړه به جوړه هم پکې رول ولوبوي.

یوراج سینګ دغه راپورنه د خپل ټوېټر اکاونټ له لارې رد کړل او پر وینا یې، چې راپور په حقیقت کې غلط دی.

یوراج سینګ په خپل ټوېټر اکاونټ لیکلې دي: “په وېب سریز د ډیبټ کولو په اړه د وروستي خبرونو په پام کې نیولو سره په واقعیت کې ځینې راپورنه غلط دي، د وېب سیریز لړۍ زما کوچنی ورور وړاندې کوي بلکې زه یې نه.

د یادولو ده چې یوراج سینګ تیرکال له نړیوال کریکټ څخه تقاعد وکړ او د هند لپاره یې وروستۍ لوبه په ۲۰۱۷ میلادي کال کې ترسره کړه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې