دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

ویرات کوهلي: پنځه کاله نور هم کرکټ کوم!

د هندوستان کپتان ویرات کوهلي دا مهال د نیوزیلینډ په کوربه توب د راتلونکي دوه ټیسټ سیالیو لپاره چمتووالی نیسي. هندوستان لا دمخه د شل اوریزه لوبو لړۍ 5-0 ګټلې او د پنځوس اوریزو لوبو سیریز یې بایللې دی.
ویرات کوهلي په یوه خبري کنفرانس کې وویل: راتلونکی کلونه د آی سي سي د ټیمونو اتلولي او پخپله د یو ورځینۍ جام په ګډون د آی سی سی څو ټورنمنټونه وړاندې کوي، چې زه پخپله چمتو یم تر څو دریو نورو کلونو لپاره په دریو ټولو فارمیټو کې لوبیږم.

کوهلي چې سږکال به 32 کلن شي، له کریکټ څخه یې منظمې وقفې اخیستې، چې دې کار هغه تازه ساتلی دی. هغه وايي: “داسې نه ده چې لوبغاړي یې هر وخت په اړه فکر کوي، موږ په انفرادي ډول ډیرې وقفې غوره کوو پداسې حال کې چې لوبې هم کوو. په ځانګړي توګه موږ ته مهمه ده، چې ټول فارمیټونه ولوبوو. “
ده وویل: ” څو دورې وقفې زما لپاره ښه غوره دي، په داسې وخت کې چې بدن مې نور توان نشي اخیستلی، شاید کله چې زه 34 یا 35 کلن شم، ما کې به تغییر راشي، د راتلونکو دوه یا دریو کلونو لپاره زه هیڅ مسله نلرم او پوره اماده یم. زه کولی شم په هماغه شدت سره لوبو ته دوام ورکړم او پوره پوره توان لرم چې راتلونکي پنځه کاله نور هم کرکټ وکړم! پدې هم پوهیږم چې ټیم په راتلونکو دوه یا دریو کلونو کې زما ډیره برخه غواړي ترڅو زه یو بل لیږد کې اسانه شم چې پنځه یا شپږ کاله دمخه موږ ورسره مخ یو. “

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې