دلوبغاړو په اړه

ویرات کوهلي سچن ټنډولکر ته د لاریس سپورټینګ مومینټ جایزې ګټلو له امله مبارکي وویله.

سچین ټنډولکر د 2000-2020 لپاره د لاوروس سپورټینګ مومینټ جایزه وګټله. په نړیوال جام کې، کله چې سچن ټنډولکر خپله وروستی لوبه وکړه، د هندوستان لوبډلې د لوبې ګټلو وروسته هغه په اوږږو واخیست او په ټول میدان کې یې وګرځاوه. ټنډولکهر هغه شېبه د “یو قوم پر اوږو” ونوموله. دا شیبه د سچن لپاره هم خورا احساساتي وه ځکه چې هغه دمخه 5 نړیوال جامونه لوبولي و خو ونه توانید چې ویې وګټي.

دغه جایزه چې د ټنډولکهر سربیره نور مشهور لوبغاړي هم ورته نوماندان وو، له دې جایزې څخه څو ورځې وړاندې ویرات کوهلي، یوراج سینګ او نورو کرکټرانو له خپلو مینه والو غوښتي وو چې سچن ته رایه ورکړي!
او اوس چې سچن ټنډولکهر دغه جایزه وګټله، هندي کپتان ویرات کوهلي ورته مبارکي وویله. ویرات په خپل ټویټ کې سچن ته ولیکل: “سچن ته د ویاړلي لاریس سپورټینګ مومینټ جایزې ورکولو له امله مبارکي وایم، دا زموږ د هیواد لپاره یوه لویه لاسته راوړنه او ویاړلی شیبه ده.”

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې