نړیوال کریکټ

هند ممکن د ۲۰۲۳ نړیوال جام کوربه توب حقونه له لاسه ورکړي

د هند یوې مشهورې ورزشي خبر پاڼې راپور ورکړی دی چې هندوستان ممکن د راتلونکې ۲۰۲۳ نړیوال پنځوس اورېز جام د کوربه توب حقونه له دې امله له لاسه ورکړي چې د کریکټ نړیوالې شورا یا اي سي سي قوانین سخت کړې دي.

چې د اي سي سي د دغو یادو بدلونونو په اړه یادې ورزشي وېبپاڼې لیکلې دي، او ویلې یې دي چې یاد قوانین د ټاکل کېدو سره سم ممکن د هند کریکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۳ نړیوال جام کوربه توب حق له لاسه ورکولو خطر سره مخ شې.

د یادولو ده چې آي سي سي تېره ورځ یو لیک خپور کړی چې ټیمونو یا لوبډلو ته یې خبرداری ورکړی، چې د نوي اداري نمایندګۍ نه منل به د نړیوال جام کوربه توب حق څخه بې برخې شي. یادې ورزشې وېبپاڼې د ټایمز اف انډیا له قوله لیکلې، چې په مکتوب کې د آي سي سي د اجرایوي رئیس مانو سهنني لاسلیک کړی، چې له مخې به یې د آي سي سي سیالیو کې د راتلونکي کوربه هیوادونو څخه د حکومت تضمین غوښتنه وکړي.

په لیک کې یو مهم ټکي د مالیې معافیت شامل دي، کوم چې له ډیرې مودې راهیسې د ورزش اداره کولو اداره او په هند کې د کریکټ بورډ کنټرول بورډ (BCCI) یوه جنجالي موضوع وه. خو په هر حال ورته وخت کې هند مالیه قانون د دې ډول ګټې اخیستو اجازه نه ورکوي. چې ممکن دا د اي سي سي خلاف پریکړه وي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې