دلوبغاړو په اړه

شین بونډ : هارډیک پانډيا دي د آی پی ایل څخه وړاندې خپل تمرینات جارې وساتې

شین بونډ د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې سرعت لرونکی چټک بالر و،چې اوس د ممبې انډینز، لوبډلې کوچ دی.هغه په خپله وروستۍ مرکه کې د هارډیک پانډيا، په اړه وویل، پانډیا باید د آی پي ایل، له لوبو مخکې خپل تمرینات جاري وساتې او باید رسمي لوبې هم ترسره کړې، دا زمونږ لپاره سر دردی دی چې مونږ د منځنۍ لیکې تر ټولو مهم الراونډر له لاسه ورکوو.د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه الراونډر پانډیا،په خپله ملا کې ژور ټپونه لري نو پر همدغه وجه د ملي لوبډلې څخه کینول شوی.د هندوستان انډین پرېمېر لیګ د راتلونکې مارچ میاشتې په ۲۹ نېټه د چینای سوپرکینګز او د ممبې انډینز په لوبه پیلیږي.آی پی ایل لیګ د هندوستان هیواد کورنی تجارتي لیګ دی چې د نړۍ ګڼ شمیر مهم او مسلکي لوبغاړي پکې لوبیږي دکرکټ زیات شمېر مینوال یې د پیل لپاره شیبې شمارې. په دغه لیګ کې درې افغان لوبغاړي هم لوبیږي چې محمد نبي غیسی خیل، او راشد ارمان،د سنریز حیدراباد په ګټه او مجیب الرخمن، بیا د کینګز الیون پنجاب لوبډلې په ګټه لوبیږي.

ولید ( خپلواک)

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې