دلوبغاړو په اړه

شين واټسن : وسیم اکرم مې د ماشومتوب ملګری دی

استرالیا کرکټ ملي لوبډلې پخوانی چټک اوپنر او الراونډر شین واټسن وایي، د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی تکړه توپ اچونکی وسیم اکرم یې د ماشومتوب ملګری دی.شین واټسن، چې د نړیوال کرکټ څخه یې تقاعد اعلان کړې هغه اوزې یې هم رد کړې چې ګوندې نوموړی یو ځل بیا د شل اوریزه نړیوال جام لپاره راستنیږي.واټسن وویل،ما د نړیوال کرکټ څخه په ډېرې خوشالۍ تقاعد اعلان کړې.نو ډېر خوښ یم چې اوس په سوداګریزه لیګونو کې لوبیږم.نوموړي د وسیم اکرم، په اړه هم وویل چې هغه یې د ماشومتوب ملګری دی او پوره اخترام ورته لري.وسیم د خپل وخت ښه کرکټر و،او د خپلې لوبډلې لپاره یې ګټور بالینګ ترسره کړې و.واټسن ۳۸ کاله عمر لري او د پاکستان کورني تجارتي پی ایس ایل لیګ ته راستون شوی.د پاکستان سوپر لیګ پنځم پړاو د همدې میاشتي په ۲۰ نېټه پیلیږي چې ۳۶ بهرني لوبغاړي پکې هم ګډون وال دي.

ولید ( خپلواک)

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې