لیګونه

شاداب خان : د پاکستان پي ایس ایل د نړۍ غوره لیګ دی

پاکستان هيواد کورنی تجارتي پی ایس ایل لیګ سبا پیلیږي،دغه لیګ د پاکستان په څلورو ښارونو، کراچۍ،لاهور،راولپینډۍ،او ملتان کې تر سره کیږي.په دغه لیګ کې د اسلام اباد یو نایټیډ، لپاره شاداب خان لوبډلمشري کوي،شاداب د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې سوکه توپ اچونکی دی.شاداب په خپله وروستۍ مرکه کې وویل،زه د نړۍ په ډېرو لیګونو کې لوبیږم خو د پاکستان سوپر لیګ تر ټولو غوره او ښه دی،زه احساس کوم چې په دغه لیګ کې به خپله لوبډله د ډیل سټین، فهیم اشرف،موسی خان، او د عاقف جاوید ، په شتون کې وځلوم.دا زما لپاره د ویاړ خبره ده چې د نړۍ د مشهوره لوبغاړو په منځ کې زه لوبډلمشر ټاکل شوی يم.هغه د فاسټ بالینګ په برخه کې د سویلي افریقایي چټک بالر ډیل سټین، څخه ډېره تمه لري.د پاکستان هیواد دغه تجارتي لیګ سبا ته د فبروۍ په شلمه نېټه دافغان لوبغاو په نشتون کې پیلیږي.

ولید ( خپلواک)

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې