نړیوال کریکټ

سریلانکا د ویسټ انډیز خلاف لوبو ته لوبډله اعلان کړه

ویسټ انډیز لوبډله دیو ورځنیو او شل اوریزو لوبو لپاره سریلانکا ته تللي او هلته به له کوربه هیواد سره دري یو ورځنۍ او دوه شل اوریزي لوبي ترسره کړي. دیو ورځنیو لوبو لپاره ویسټ انډیز لا له وړاندي خپله لوبډله اعلان کړي وه خو نن سریلانکا لوبډلي هم د ډامیت کارونرتني په لوبډل مشري سکواډ اعلان کړ. پدي دوه اړخیزه( شل اوریز او پنځوس اوریز) لړۍکي به لومړی پنځوس اوریزي لوبي ترسره سي چي لومړۍ لوبه یي د فبرورۍ په ۲۲مه دشنبي په ورځ په کولامبو کي ترسره کیږي، دوهمه لوبه د فبرورۍ په ۲۶ مه او وروستۍ هغه یي د مارچ پر اوله پیلیږي. چي له یادو لوبو وروسته د دوه شل اوریزو لوبو لړۍ پیلیږي چي لومړۍ لوبه یي د مارچ پر څلورمه په پالیکل کي او دوهمه هم دمارچ شپږمه په همدي ښار کي ترسره کیږي.

د سریلانکا په لوبډله کي: ډامیت کارونریتني لوبډل مشر، اویشکا فرناندو، کوشال جنیت پریرا، شیهان جییاسوریا، نروشن ډکوالا، کوشال مینډس، انجیلا میتیوز، دننجیا ډیسلوا، تسیرا پریرا، وانندو هسرنګا، ډاسون شنکا، لکشن سنډکن، ایسورو اودانا، نووان پرډیپ، لاهیرو کمارا.
او دویسټ انډیز لپاره: کیرون پولارډ لوبډل مشر، سونیل امبریس، ډیرن براوو، رونډن کینګ، رومن پاول، فیبن الین، روسټن چیس، جیسن هولډر، کیمو پاول، نیکولاس پوران، شی هوپ، شیلډن کوټریل، الزاري جوسیپ، روماریو شیپرډ او هیډن واش شامل دي.
د یادوني وړ ده چي دواړه لوبډلو په روان کال کي کوم نړیوال سریز ندی لوبولی.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې