نړیوال کریکټ

د کرکټ نړیواله شورا غواړي له ۲۰۲۳ م کال وروسته هر کال نړیوال جام ترسره کړې

icc
یا د کرکټ نړیواله شورا غواړي له ۲۰۲۳ م کال څخه وروسته هر کال نړیوال جام تر سره کړې. دغه راپور پرون رسماً د کرکټ مخکښو ویب پاڼو خپورکړ.چې د آی سي سي وروستۍ پرېکړه به د څومره هیوادونو لپاره د خوښۍ وړ وي.آی سي سي، غواړي له ۲۰۲۳ م کال وروسته تر ۲۰۳۱ م کال پورې هر کال شل اوریزه نړیوال جام تر سره کړې.چې له ډلې به یې لس ټاپ ټیمونه دغي پړاو ته لار پیدا کوي.او بیا به په خپلو منځونو کې د تېر ۲۰۱۹ م کال پنځوس اوریزه جام پڅېر ۴۸ لوبې تر سره کوي. آی سي سي د کرکټ د لس ټاپ تيمونو لپاره طرخه جوړه کړې تر څو پر اړونده وړاندیز خپل نظرونه شریک کړې.دغه ګام به د لومړي ځل لپاره په ۲۰۲۴ م کال کې پورته شي او لومړۍ چمپینز کپ به د لس ټاپ ټیمونو تر منځ ترسره شي.بل پلو به د يو ورځنيو لوبو چمپينز ټرافي په ۲۰۲۵م کال او ۲۰۲۹م کال کي ترسره کيږي، که څه هم د شل اوريزو نړيړال جام به په ۲۰۲۶م کال او ۲۰۳۰م کال کي ترسره شي.د يو ورځنېولوبو نړيوال جام به په ۲۰۲۷ او ۲۰۳۱م کال کي د نړۍ د بهترینه لس لوبډلو تر منځ ترسره شي. د کرکټ نړیوالې شورا خبر ورکړې چې د راتلونکې مارچ میاشتې په ۱۵ نېټه لس غوره ټیمونه خپل د خوښۍ او نا خوښۍ اسناد راولیږي. د هندوستان کرکټ د
BCCI
کمېټې ته هم دغه وړاندیز لیږل شوی.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې