دلوبغاړو په اړه

انډری رسل د IPL تر ټولو مخکښ توپ وهونکی دی!

د هندوستان غوره لیګ (آی پی ایل) په نړۍ کې د کریکټ بهترین 20 شل اوریزه ټورنمنټ په توګه حسابیږي، او پټه نده چې دا لیګ د نړۍ په کچه غوره استعدادونه هم صادوري! دا سیالی نه یواځې دا چې بالران پکې ځلیږي بلکه د توپ وهونکو استعدادونه هم پکې ځلیږي.
د آی پی ایل 2020 پنځه توپ وهونکي چې ماکسویل، سونیل ناراین، ریشاب پانټ، کریس موریس او انډری رسل دي، دوی د سټرایک ریټ له مخې د چارټونو په سر کې دي!
خو دلته د کرکټ بادشاه انډری رسل د دغه لیست په سر کې راځي!

آنډری رسیل:
د ویسټ انډیز قوي الرونډر انډری رسیل د آی پی ایل غوره توپ وهونکو ترمنځ ترټولو (شیرشاه) کرکټر دی. د هغه شپږیزې وهل په بې رحمانه چلند سره هیڅکله د تاثیر لاندې نه راځي!
هغه په ریکارډی توګه په 64 لوبو کې د 96 څلوریزو په مرسته 1400 منډې جوړې کړې.
هغه 120 شپږیزې هم له ځانه سره لري!
هغه د بهرني لوبغاړي په جدول کې د زیاتو شپږیزو وهلو سره هم اووم مقام لري!
خو کله چې د سټرایک ریټ جدول شي نو انډری رسل تر ټولو مخکښ، رسل په آی پی ایل کې د 186.41 سټرایک ریټ په لرلو سره د جدول په سر کې راځي. ده د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې لپاره اته نیمه سلیزې هم وهلي دي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې