دلوبغاړو په اړه

انظمام: درې لوبغاړي په نړۍ کې داسي و چې پخپلې توپ وهنې سره به یې د لوبې نقش بدلوه

پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي انظمام الحق، ویلي د کرکټ په دونیا کې درې داسي لوبغاړي و چې د کرکټ بڼه به یې پر خپلې توپ وهنې بدلوله.هغه د دغي درې لوبغاړو له ډلې څخه لومړۍ د ویسټ انډیزي،وې وین ریچارډز،نوم یاد کړ چې نوموړي په ۱۹۸۰ م کال کې د ویسټ انډیز تر ټولو مخکښ لوبغاړی و. انظمام په خپل لیست کې دوهم لوبغاړی د سریلانکا کرکټ افسانوې توپ وهونکی،سنات جیسوریا، راخیستې او ویلي دي چې سنات په خپل سټایل او ښي توپ وهنې سره د میچ نقش په یو دم بدلوه.درېم لوبغاړی بیا د کرکټ په دونیا کې اوسنی سویلي افریقايي ، ای بي ډي ویلیرز دی، انظمام د ای بي، په اړه وویل ای بي د نړۍ هغه کرکټر دی چې د لوبې بڼه په ډېر کم وخت کې بدلوي.او د کرکټ د دونیا زیات مینوال یې د لوبې سره مینه لري. ای بي د کرکټ هغه لوبغاړی دی چې د میدان هر کونج ته شاټ ګوزارولي شي ریورس سویپ او ورته نور شاټونه یې د کرکټ په نړۍ کې رواج کړل هغه یو تیز کرکټر دی او چې په لوبغالي ولاړ وي نو د هر ډول لوبې تمه ترې کیدلی شي.

ولید ( خپلواک)

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې