دلوبغاړو په اړه

امریکایي توپ اچونکی د خرابي توپ اچوني له امله له توپ اچوني بند سو

دامریکا دمتحده ایالاتو الراونډر لوبغاړي نثارګ پټیل د یوي خپلواکي ارزوني وروسته دآی سي سي له لوري د هغه دتوپ اچوني انداز غیرقانوني وبلل سو او توپ اچونه یي وځنډول سوه. پټیل چپ لاسي لیګ بریک توپ اچونکی دی چي دفبرورۍ پر ۱۱ مه یي د عمان خلاف په کټمانډو کي لوبه وکړه چي د ۳۷ منډو په ورکولو یي کوم لوبغاړۍ ونه سوځاوه. بیا دماهره پینل لخوا یوه ارزونه ترسره سوه چي د آی سي سي د قانون ۴،۷ مادي لمخي پریکړه وسوه چي د نوموړي د توپ اچونه ۱۵ درجي پورته ده. یاد بندیز به ترهغه وخته وي چي دنوموړي د توپ اچوني انداز بیا وکتل سي، یا د آی سي سي لخوا پاک وبلل سي.
امکان لري چي له دي وروسته به پټیل دامریکا لپاره یواځي توپ وهنه کوي، که څه هم په یو ورځنیو لوبو کي دهغه دمنډو اوسط ۲۰،۲۸ دی، او نثارګ دامریکا لپاره دعمان خلاف یوورځنۍ لوبه کي د امریکا په تاریخ کي تیز ترینه نیمه سلیزه په ۳۲ توپونو جوړه کړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې