دلوبغاړو په اړه

ویسټ انډیزی تیز بالر دموټر ټکر په پیښه کي ټپی سوی

دویسټ انډیز تیز بالر اوشان توماس دیکشنبي په ماښام د موټر دټکر په پیښه کي سخت ټپي سوی دی.
دویسټ انډیز دلوبغاړو دټولني په وینا: توماس د دوو موټرو دټکر په پیښه کي ټپي سو او وروسته روغتون ته یووړل سو. دتوماس نماینده مارک بیټي وویل چي نوموړی تر درملني وروسته له روغتونه رخصت او کور ته داستراحت لپاره واستول سو.

دویسټ انډیز دلوبغاړو ټولني WIPA هم دویسټ انډیز او جامیکا تیز بالر اوشان توماس ته نیکي هیلي وړاندي کړي چي دیکشنبي په ماښام دفبرورۍ په ۱۶ دټکر په پیښه کي خوږ سو.
ټوماس د راپورونو له مخي په سینټ کیترین کي زاړه هاربر ته نژدي د ۲۰۰۰ پر لویه لار د دوو موټرو دټکر په پیښه کي ټپي او بیا روغتون ته وړل سوی دی. دWIPA اجرایوي مشر او کارمندان غواړي خپله خواخوږي نوموړي ته ورسوي” موږ د هغه لپاره د ژر او بشپړ روغتیا هیله کوو.
توماس نن سه شنبه ۲۳ کلن سو. هغه خپله وروستۍ یو ورځنۍ لوبه د ایرلینډ خلاف تیره میاشت کړي وه او دسریلانکا خلاف له لوبډلي پاته سوی. هغه ۲۰ یو ورځنۍ او ۱۰ شل اوریزي لوبي کړي چی په ترتیب سره یي ۲۷ او ۹ ویکټي ترلاسه کړي دي.

راپور: نذیراحمد منتظر

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې