دلوبغاړو په اړه

هندې کریکټر وېرات کوهلي له پرینکا چوپړا څخه د ټولنېزو رسنیو رقابت وګټه

دا هېڅ پټ حقیقت نه دی چې ورزشکاران په ټوله نړۍ کې تعقیب شوي او پېژندل شوي شخصیتونو څخه دي. په ځانګړی توګه د هند په څېر په یو پرمختللي هېواد کې چې د کریکټ لوبې ګڼ شمېر لیونې مینه وال لري او د خپل لوبغاړي په وخت نا وخت د ټولنېزو رسنیو له لارې څاري. هندې کریکټر او لوبډلمشر وېرات کوهلي د پرینکا چوپړا څخه په انسټاګرام کې زیات مینه وال لري چې له دې وړاندې د وېرات کوهلي په پرتله پرینکا چوپړا له کوهلي زیات مینه وال درلود.

وېرات کوهلي د سه شنبې په ورځ په هند کې لومړی هندی شو چې د عکسونو شریکولو پلیټ فارم (انسټاګرام) کې یې د مینه والو شمېر له ۵۰ میلونو څخه واوښت.

ویرات کوهلي په تېرو څو کلونو کې د کریکټ په لوبو کې یو له خورا بریالۍ توپ وهوونکو څخه و.

دغه ۳۱ کلن لوبغاړی دا مهال د نیوزیلینډ سفر پر مهال راتلونکي ټېسټ لوبې لپاره په چمتووالي بوخت دی د یادولو ده چې دغه هندې لوبغاړی د نورو په پرتله خورا سخت تمرینات هم کوي.

د هند او نیوزیلینډ ترمنځ به ټېسټ لوبه د فبرورۍ په ۲۱ مه نیټه د نیوزیلینډ په کوربه توب پیل شي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې