دلوبغاړو په اړه

هغه پنځه توپ وهونکي چي لومړی توپ اچونکي وه

کرکټ یوه جالبه لوبه ده، که څوک سپورټ تعقیب کړي کولای سي عجب کارونه وکړي.
په وروستۍ دقیقه کي یو ویکټ ساتونکئ کولای سي دخپلو مټو په زور لوبه بدله کړي. یو کمزوری توپ وهونکی کولای سي توپ له لوبغالي واړوي یا یو اضافي وخت توپ اچونکی کولاي سي هټریک وکړي یا پنځه لوبغاړي وسوځوي. ځیني وختونه دیو لوبغاړي لومړی مهارت ضعیف سوی وي نو بیا پر خپل دوهم مهارت کار وکړي چي بریالی هم سي.
دلته درته هغه پنځه کرکټران پیژنو چي لومړی بالران وه خو وروسته ورڅخه تکړه توپ وهونکي جوړ سوي.
۱: سټیو سمیت: د سمیت نړیوال کرکټ ته راتلل په څرخیدونکي ډول پیل سوي. په اصل کي هغه د لېګ بریک توپ اچونکي په توګه لوبډلي ته داخل سوی و. مګر څو کلونه وروسته هغه د دریم نمبر توپ وهونکي په توګه په لوبډله کی ځاي وموند. هغه په دریو فارمټونو کي لومړی داسټرالیا لپاره په ۲۰۱۰ کال کي لوبه پیل کړه. وروسته په کورني کرکټ کي تر زحمتونو وروسته نړیوال توپ وهونکئ سو. هغه دخپل کیریر په پیل کی له شین وارن سره پرتله کیده، هغه لیګ سپین توپ اچونه کول او پر ۷ یا ۸ نمبر توپ وهني ته کښته کیدی. دانګلنډ خلاف ۲۰۱۳ کال اشیز سریز دسمیت مسلک بدل کړ. هغه خپل ځان په یاد سریز کي یو مسلکي توپ وهونکی وښود او وروسته یي دخپل بیټینګ د منظمولو لپاره ډیره خواري ویستل. سمیت ټولي ۶۴۸۵ منډي په ۱۱۹ اننګزونو کي جوړي کړي په ۶۵ ټیسټ لوبو کي او په یوښه ۶۲،۹۶ اوسط سره، کوم چي ۲۵ سلیزي او دوه ډبلي سلیزي پکښي شاملي دي.
۲: کیمرون وایټ: کامرون وایټ د لیګ سپینر په توګه د خپل کیریر پیل وکړ. کله چي براډ هاګ له نړیوال کرکټ استعفا وکړل نو وایټ دخپل هیواد غوره لېګ سپینر وبلل سو. هغه خپله لومړۍ ټیسټ لوبه دهند خلاف بنګلور کي پیل کړه چي لومړۍ لوبه کي یي سچن ټنډولکر اوټ کړ. کله چي د هغه لوبه کمزوري سوه نو په ۲۰۰۸ کال کي د لوبډلي له پامه وغورځید. وایټ په ۲۰۰۹ کال کي دانګلنډ خلاف دتوپ وهونکي په توګه راڅرګند سو چي نوموړي په سوتامپټن کي دیو ورځنیو لوبو لومړۍ سلیزه ووهل. نوموړی کرار کرار مخته تلی او بلآخره داسټرالیا د غوره توپ وهونکو په لیست کي راغی. هغه هغه وخت دشل آوریزو لوبو لوبډل مشر سو کله چي میچل کلارک له یاد فارمټ څخه استعفا وکړل.
په هر صورت وایټ ۹۱ یوورځنۍ لوبي وکړي او د دوه سلیزو په مټ یي ۲۰۷۲ منډي په ۳۳،۹۷ اوسط سره جوړي کړي. او په توپ اچونه کي یي ۱۲ ویکټي ترلاسه کړي. هغه تر وروستیو پوري د توپ اچونکي په توګه وکارول سو.
۳: سنات جیسوریا: هغه دسریلانکا هیواد چپ لاسی توپ وهونکی و. د ویرونکي توپ وهونکي په توګه دهغه شهرت لوړیدل یو له مهمو دلیلونو څخه و، چي دسریلانکا کرکټ لوبډله یی خورا بریالۍ کړه. په هر صورت د سریلانکا لوبډلي پیلونکی توپ وهونکی لومړی چپ لاسی کرار توپ اچونکی و. لومړي پنځه کلونه هغه توپ اچونکی و. مګر وروسته د هغه ګراف چپه وڅرخید او دمنځنۍ کچي توپ وهونکی سو چي لوبه په ښه ډول پايته ورسوي.
جی سوریا تر سچن ټنډولکر وروسته دوهم توپ وهونکی و چي یوورځنیو لوبو کي ۱۳۰۰۰ منډي جوړوي. نوموړی په ۱۹۹۶ نړیوال جام کي د آی سي سي له لوري  قیمتي لوبغاړۍ ونومول سو. هغه په ۴۴۵ یوورځنیو لوبو کي په ۳۲،۱۳ اوسط سره ۱۳۳۴۰ منډي جوړي کړي وي. همداراز یي یوورځنیو لوبو کي ۳۲۳ ویکټي ترلاسه کړي وي. نوموړی وروسته تر توپ اچونکي دیو مسلکي توپ وهونکي په توګه ښکاره سو.
۴: شعیب ملک: دغه ۳۷ کلن کرکټر په دي وروستیو کي دنړیوال جام وروسته له یوورځنیو لوبو مخه ښه کړي. نوموړي دخپلو شلو کلونو لوبیز دوران په جریان کي دمنځنۍ کچي توپ وهونکي په توګه په لوبډله کي ځان ته ځاي درلود. نوموړي په ۱۷ کلنۍ کي د لیګ سپین توپ اچونکي په توګه د ویسټ انډیز خلاف د نړیوالو لوبو پیل وکړ. هغه د ثقلین مشتاق په شان بالینګ کاوه او حتی د ‘دوسرا’ توپ اچونه یې کول. دهغه د بالینګ پر انداز په ۲۰۰۴ کال کي شک پیداسو چی څو میاشتي وروسته اصلاح سو. په هرصورت نوموړی وروسته دیوښه توپ وهونکي په توګه د خپل هیواد لپاره وړاندي سو.
هغه دپیلونکی توپ وهونکي په توګه په ټیسټ لوبو کي د نیوزلینډ خلاف سلیزه ووهل. د ملک په هکله جالبه د هغه د ذهن جالبه جوړښت دی. هغه دپیلونکي، دریم نمبر توپ وهونکي، منځنۍ کچي توپ وهونکي او دلوبي ختمونکي توپ وهونکي په توګه لوبه کړي. هغه په ۲۸۷ یوورځنیو لوبو کي په ۳۴،۵۶ اوسط سره ۷۵۳۴ منډي جوړي کړي وي او ۱۵۸ ویکټي یي ترلاسه کړي وي.  ملک وروستیو کي تر توپ اچونکي د توپ وهونکي په توګه ډیر پیژندل کیده، او وروستیو لوبو کي د توپ اچونکي په توګه نه انتخابیدی.
۵: شاهد اپریدي: داپریدي قضیه خورا جالبه ده او د مخکنیو په پرتله خورا توپیر لري. هغه په ۱۶ کلنۍ کي دلیګ بریک توپ اچونکي په توګه په لوبډله کي شامل سو. هغه په خپله دوهمه یوورځنۍ لوبه کي دسریلانکا خلاف په ۳۷ توپونو سلیزه وکړه هغه مهال اپریدی ۱۷ کلن و، چي یاد ریکارډ یي جوړ کړ. دهغه وروسته کوري انډرسن په ۳۶ توپونو په ۲۰۱۴ کال کي سلیزه جوړه کړه. اپریدي دبیټینګ عجیب سټایل درلود، هغه دالراونډر په توګه په خپله لوبډله کي ښه نوم درلود او خپل اورونو په پاي ته رسولو کی خورا تیز و. هغه ګوګلي لیګ بریک توپ خورا تیز ترسره کولاي سواي. دهغه ښه بالینګ د ویسټ انډیز خلاف د ۱۲ منډو مقابل کي د ۷ لوبغاړو سوځول و.
په هر صورت هغه په ۳۹۸ یو ورځنیو لوبو کي ۸۰۶۴ منډي د ۱۱۷،۰۱ په سټرایک سره جوړي کړي او له دي منډو ۵۰۲۲ یي په بونډریانو جوړي کړي.داپریدي دبیټینګ وړتیا هیڅ حد نلري.

راپور: نذیراحمد منتظر

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې